
غزل: يونس تنوير
يونس تنوير
زړونـه مو لپه – لپه کړل، خو رڼا نه ښکارېـده
د بارانه څاڅکو پـه غېږ کې دریا نه ښکارېـده
هرې وږمې ته مو ګــریوان د پوزې وشلولـو
هـره وږمه کې ستا وږمه وه، خوستا نه ښکارېده
پـه هغه سیمه کې وه څومره دیوالونه پراتــه
مګر ترې لاندې و انسان، خو غوغا نه ښکارېده
موږ د دریاب پــه پښو کې کېښودل سرونه سیوا
خوګوهري نجونو کې هېڅ وخت وفا نه ښکارېده
تنویره موږ هم سلامونه دي پـه بـاد سپـارلي
دلته د مینې امکانات، نـور سیوا نـه ښکارېده
یونس تنویر