
ډنډ غوري کې د ښوونځي ودانۍ د پوستو په ډول کارول کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): بغلان کې د دهنې ولسوالۍ مسوولین وايي چې په یاده ولسوالۍ کې مېشتو امنیتي ځواکونو له ښوونځيو پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.
د دوی په خبره امنیتي ځواکونو د سیمې په ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې دي او د اربکیانو په ګډون يې پکې پولیس او د اردو عسکر اړولي دي.
د ډنډغوري اوسېدونکي وايي چې د تعلیمي کال په پیليېدو سره لا هم دغه ښوونځي پوځي مرکزونه دي او د سیمې ماشومان له زدکړو پاتې یا يې هم د کليو په مسجدونو کې درسونه پیل کړي.
د دهنې غوري ولسوالۍ ولسوال خانزاده هم مني چې په یاده ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه په ښوونځيو کې مېشت دي، هغه نه دي ويلي چې د ښوونځيو له غصبه به کله لاس اخلي.
ياده دې وي تر دې وړاندې د لوګر په محمد اغه کې هم خلکو د هغو پوستو پر ضد غږ پورته کړه چې په ښوونځيو کې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې دی چې دولتي سرچينې ډېر وخت خپل مخالفين د ښوونيزو مرکزونو پر ورانولو تورنوي.