کندهار: د پولیسو افسر نهه کلن ماشوم مرګونی ډبولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۴مه، ۱۳۹۵ل): کندهار ښار کې د دیارلسمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو افسر یو ماشوم مرګونی ډبولی دی.

نهه کلن ماشوم هغه وخت د پولیسو د افسر تر ګوزارونو لاندې راغی چې د افسر په وینا د دوی دراوزه يې په تېږه ويشتلې وه.

د امنیه قومندانۍ استخباراتي غړی او د پولیسو افسر امان الله وايي چې دغه نهه کلن ماشوم يې ځکه مرګونی ډبولی چې د دوی د کور دروازه يې په تېږه ويشتلې وه.Kanda-har-1

د ماشوم کورنۍ وايي چې امان الله د دوی د ماشوم څلور غاښونه ور ویستلي دي، چپ لاس يې دوه ځایه ور مات کړی او په سر کې يې دوه ژور ټپونه ور جوړ کړي دي.

د دوی په وينا امان الله يې د ۱۳مې حوزې مسوولینو ته هم ور پېژندلی، چې هغوی يې د بندي کېدو اوازه ګډه کړه، خو دوه ورځې وروسته امان الله بیا هم په ښار کې خپل وحشت ته دوام ورکړ.

امان الله چې د کندهار د امنیت د امر اوښی دی، په کندهار ښار کې د ولس په ځورولو کې نوم لري.

وهل شوی نهه کلن ماشوم چې د ښوونځي په درېیم ټولګی کې دی، تر درملنې لاندې دی خو د کورنۍ غړي وايي چې هغه د ښوونځي غیرحاضرۍ ته ډېر خپه کېږي.

کندهار ښار چې امنیه قومندان يې د بشري حقونو مشهور سرغړونکی جنرال رازق دی، د داسې ګڼو پېښو شاهد پاتې شوی دی، خو مرکزي حکومت يې اړوند کوم ګام نه دی اخیستی.Kanda-har-2

تېره اوونۍ هم په کندهار کې د لیکوال، خبريال او محصل شهید بشير احمد ریان جسد له دوه میاشتې لادرکۍ وروسته وموندل شو، چې ملګرو ته يې د رازق سکرتر د هغه د نیولو منلي و، خو له مرموزې وژنې وروسته يې انکار وکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د