افغانستان

یو پولیس خپل اوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چې سپين بولدک ولسوالۍ کې ډيورينډ پولې ته څېرمه وېش  سيمه کې د سرحدي پوليسو په يوه پوسته کې د پنځو پوليسو مړي موندل شوي دي.

د کندهار امنيه قوماندانۍ وياند  غورځنګ اپريدی وايي، چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وينا د پېښې پلټنې لپاره پلاوی سيمې ته تللی او هڅه کوي، چې د پېښې لامل په ګوته کړي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې پېښې مسووليت منلی او زياتوي، چې د دوی يو نفوذي ملګري، چې د سرحدي پوليسو غړی و، د پوستې د مرستيال په ګډون اووه تنه وژلي او د پوستې له ټولو سپکو او درنو وسلو سره يې د دوی جنګياليو ته ځان رسولی دی.

له تېرو څو کالو راهيسې افغان امنيتي ځواکونو کې داسې پېښې ډېرې شوي، چې د ملي اردو او پوليسو غړي دې پر خپلو ملګرو ډزې وکړي او په خپله دې د طالبانو ليکو ته په تېښته بريالی شي.

د نظامي چارو څارونکي وايي، چې د دې پېښو مهم لامل د امنيتي ځواکونو کمزورې قومانده، پرله پسې دنده ترسره کول، د چارواکو له لوري نه پاملرنه او د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو په ليکو کې پراخ نفوذ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x