
په افغانستان کي د ښځو د رول د زیاتوب لپاره 416 ملیون ډالره خاص شوي دي
نن ټکی آسیا: نن د سې شنبې په ورځ (18/7/2013) به امریکا د ۲۰۰ ملیونه ډالرو په لګښت په افغانستان کي د ښځو د رول د زیاتلو په خاطر ځانګړی پروګرام پيل کړي، او ګمان کیږي چي د امریکا له خوا دغه اعلان شوی لګښت به د نورو هیوادونو له خوا دو چنده سي.
د یو ایس ایډ مشر راجیو شاه ویلي چي دا ددوی له خوا په نړیواله سطحه د ښځو لپاره تر ټولو لوی پروګرام دی چي دوی یی په کار اچوي، او په دې کي به اسټرالیا، برتانیا، جاپان او اوروپائي هیوادونه شرکت وکړي، او د لګښت اندازه به 416 ملیونه ډالرو ته پورته سي.
ددې پروګرام توجه به هغو ښځو باندي زیاته وي چي عمرونه یې د 18 څخه بیا تر 30 پوري دي، تر څو زده کړي وکړي، خپل مهارتونو ته وده ورکړي، او د ځان لپاره کار پیدا کړي.
او همداسي هغه ښځي چي غواړي د افغانستان په سیاست کي ګډون وکړي، او یا غواړي تجارت پيل کړي، د هغوی لپاره هم خاص ټریننګ ورته ورکول کیږي.
راجیو شاه ویلي چي دا پروګرام به 3500 مختلفي پروژې په کار واچوي، تر څو په افغانستان کي د ښځو رول ته پاملرنه وسي.