کورنیو چارو وزارت د طالبانو نوي عملیات تبلیغات بللي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د نويو علمیاتو په غبرګون کې ويلي چې دا یوازې تبلیغاتي هڅه ده.

طالبانو نن سهار تر «عمري» نوم لاندې نوي عملیات اعلان کړل، چې تر اوسه يې په جوزجان کې د اقچې، کونړ کې د دانګام او کاپیسا کې د تګاب د محاصرې خبرونه ورکړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د دوی ځواکونه د دې وړتیا لري چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.

د هغه په خبره دوی پر خپلو ځواکونو باور لري او په وينا يې کولی شي چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

صدیق صدیقي په داسې حال کې پر امنیتي ځواکونو د باور څرګندونې کوي، چې نن هم کندهار کې یو پولیس خپل اوه ملګري وژلي او طالبانو ته ور تښتېدلی دی.

د پوځي شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو خپل منځي بې باوري، ناسم مدیریت او د قوي مورال نشتون، هغه علتونه دي چې امنیتي ځواکونه پرلپسې خپلې سیمې مخالفو وسله والو ته پرېږدي.

ياده دې وي ګډ حکومت وړاندې تر دې ویلي و، چې دوی په ګڼو ولایتونو کې د کلیو پوستې راټولوي او د اجراییه رییس په وینا د دوی ځواکونه له مرکزونو د تهاجمي بريدونو لپاره باید تیاری ونیسي.

د طالبانو د تېر کال عملیات « عزم » نومېدل، چې د سیګار په وینا يې زرګونه افغان عسکر يې په اوږدو کې له منځه لاړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د