د عراق سره زر څه شول؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): کله چې امریکايي ځواکونه په کال ۲۰۰۳ کې عراق ته ورسیدل، په دغه هیواد کې یې د عاموژني کیماوي وسلو پلټنه پيل کړه او همداسي د هغه وسلو په لټه کې شول چې د بوش په وینا د امریکا لپاره تر ټولو لوی خطر وو.

خو دوی وموندل چې په دغه هیواد کې هیڅ کومه داسي وسله نه وه، بلکي هرې خواته سره زر، نقد ډالر او تاریخي اثار وو.

داسي ښکارېده لکه امریکایانو چې د علي بابا غار په سره زرو ډک موندلی وي.

امریکايي عسکر چې د جګړې په موخه عراق ته داخل شوي و، په دې تمه نه و چې دوی به د سرو زور پر خزانو واوړي او له همدې ځایه یې د فرصت څخه په ګټه اخیستني پيل وکړ.

امریکايي ځواکونو په یوه وار ۲۰۰۰ د سرو زورو خښتي وموندلې، ددغه خښتو څخه د هري یوې وزن ۱۸ کیلو ګرامه وو، د قیمت په اړه یې ویل کیږي چې ۵۰۰ ملیونه ډالرو ته رسیده.

امریکايي ځواکونو دغه سره زر په سرحدي ښار القایم کې په داسي حال کې موندلي وه چې په یوه لوی موټر کې بار و.

د تفصیلاتو سره سم دغه لوی موټر کې دوه کسان سپاره وه، دوی ته یوه مجهول کس دنده سپارلې وه چې د ۳۵۰ ډالرو په معاوضه دي دغه مال د پلازمیني بغداد څخه د القایم ښار ته ورسوي، د دوه کسانو په وینا دوی نه پوهیدل چې دا به سره زر وي.

له دې پيښي څو ورځې وروسته امریکايي ځواکونو د عراق په شمال کې د کرکوک په ښار کې یوه زړه لارۍ وپلټله، دوی په دغه لارۍ کې د ۳۵۰ ملیونه ډالرو سره زر وموندل، دلته هم موټر چلونکي وویل چې ده ته د ۳۰۰ ډالرو مزدوري ورکړل شوې او ورته ویل شوي چې مال د کرکوک ښار ته ورسوي. دلته هم موټرچلونکی ناخبره وو.

د امریکايي ځواکونو یوه ضابط چې د دې سره زرو په موندلو کې يې مرسته کړې وه، ویلي چې د سرو زرو پر خښتو هیڅ داسي علامه نه وه چې پر دې دلالت وکړي چې سره زر له کومه راغلي او د چا دي.

نوموړي ویلي وه چې سره زور ټول امریکايي قرارګاه ته ولیږل شول تر څو وروسته اجراءات له هغه ځایه وشي.

لنډه موده وروسته امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په همدې سیمه کې یوه بله لارۍ د ۱۱۸۳ سرو زرو خښتو سره نیول شوې، دې خښتو شاوخوا ۷۰۰ ملیونه ډالر قیمت درلود.

کیسه دلته ختمه نه شوه، بلکي امریکايي ځواکونو د همدې کال به جولايي میاشت کې د ۹۰ ملیونه ډالرو په قیمت د سرو زرو خښتي ونیولې، دغه سره زر د تیلو د بارولو په موټر کې ځای پر ځای شوي وه، او د بغداد په جنوبي برخه کې نیول شوې وه.

یوازي سر زر نه وه چې امریکايي ځواکونو په بغداد کې تر لاسه کړه، بلکي په ملیونونو ډالر نقدي امریکايي ډالر هم و.

امریکايي ځواکونو یو ځل اعلان وکړ چې دوی د صدام حسین په یوه قصر کې ۷۰۰ ملیونه نقد ډالر وموندل، په یوه بله پيښه کې د صدام د یوه قریب په کور کې ۱۱۲ ملیونه ډالر وموندل شول.

په یوه بله پيښه کې د بغداد په یوه برخه کې امریکايي ځواکونو یوه شپه پر مختلفو کورنو چاپې ووهلې، له دغو کورونو هم د ۶۵۰ ملیونه ډالر را ووتل.

د سرو زرو په اړه امریکايي ځواکونو هغه وخت ویلي وه چې دوی به یې د حفاظت په خاطر د څه مودې لپاره له ځان سره ساتي او ورسته به یې د سره زرو ماهرین ګوري تر څو ثابته شي چې رښتیا هم سره زر دي او کنه او بیابه په عراق کې تر انتخاباتو وروسته جوړ شوي حکومت ته دغه اموال وسپاري.

د کال ۲۰۰۳ په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې د تر لاسه شویو سرو زرو څخه اقلا ۱۰۰۰ خښتي داسي وې چې هغه سره زر نه وه، باقي ټول سره زر وه او له دې وروسته بیا تر اوسه د دې سرو زرو او ډالرو درک نه دی لګېدلی چې پر کومه ولاړل؟