خدایه ! ما ټلویزون کړه

معلمي له خپلو شاګردانو وغوښتل چې هر یو داسې موضوع ولیکئ چې په هغه کې له خدایه وغواړې چې د زړه هیلې یې ور پوره کړي . هغوی ټولو د خپلو زړونو تمناوې او هیلې ولیکلې او هغې ته یې ورکړې . هغه چې کورته راغله د لیکنو لوستل یې پیل کړل ، خو دیوه ماشو م موضوع یې چې ولوستله ډیره متاثره شوه ، په ژړا یې پیل وکړ او سخت زیات يې وژړل،

په دې وخت کې یې میړه کورته راغی او دا یې چې په ژړا ولیدله ویې پوښتله چې ولې ژاړې ؟ هغې د ماشومانو د لیکلو موضوعاتو خبر ورته وکړه او ورته ویې ویل چې د یوه ماشوم لیکنې سخته وژړولم . میړه يې ورته وویل : ولې هغه څه لیکلې دي ؟ دې ورته وویل داده پخپله یې ولوله . میړه يې موضوع ور واخیستله او په هغه کې لیکلې و :

خدایه نن مې دا یو مهم او ځانګړی سوال ومنه او هغه دا چې ما ټلویزون وګرځوه !!! خدایه زه غواړم ټلویزون شم او په خپل کور کې یوځانګړی مقام ولرم … چې ټوله کورنۍ په ما راټوله وي ، هغوی زما هره خبر اورې ، او د دوی هیڅ خبرې ته توجه نه کوم او نه یې د کوم سوال په ځواب مکلف یم . او د کورنۍ له دومره اهتمام سره هیڅ کار هم نه کوم او کرار ناست یم .

زه غواړم چې ټلویزون شم ، پلار مې چې ستړی له کاره راشي هم له ټولو لومړی به زما مخته کینې ، مور مې که ډیره خپه او غوسه وي هم ماته به راځي او راسره کیني به ، وروڼه او خوندې به مې په خپلو کې جګړې او شخړې سره کوي خو زما خواته به چوپ ناست وي ، خدایه له دې بدمرغه او ترټل شوې ماشومتوب نه مې خلاص کړه همدا یواځنی سوال مې قبول کړه چې له مانه ټلویزون جوړ کړه . څو د ټولې کورنۍ د توجه مرکز وګرځم .

میړه یې لیکنه پای ته ورسوله او زیاته یې کړه : خدایه رښتیا هم دا بدمرغه ماشوم دی ، او بد مور اوپلار یې دي … معلمي بیا وژړل او میړه ته یې وویل : ته خبر یې دا موضوع چا لیکلې ده ؟ هغه ورته وویل : نه ، دې ورته وویل : دا زما اوستا زوی لیکلې ده !!

ماته په دې وخت کې د یوه فرنګي پروفیسر کیسه رایاده شوه ، چې هغه په کور کې ټلویزون نه پرېښوده ، او یوچا یې د لامل پوښتنه وکړه ده ورته وویل : ځکه ټلویزون پر موږ خپله رايه او نظر په زور تپي ، او موږ ته د بحث او مناقشي اختیار نه راکوي ، او په موږ یې ژوند تریخ کړی ده . !!

یوه هوښیار ویلې دي : نوي تخنیک ( ټلویزون ، انټر نیټ ، بلاک بیرې ، میسنجر) موږ له خپلې کورنۍ او ماشومانو نه غلا کړې یو ، بلکي له موږ نه یې زموږ عواطف او مینه غلا کړې ده ، زموږ اولاد زموږ راس المال او لویه پانګه ده ، او دا مو دژوند لویه ګټه ده : والبَاقِيَاتُ الصّالِحَاتُ خيْرٌ عِنْدَ رَبّكَ ثواباً وخيْرٌ أَملاً .

خو له خپل اولاد او ماشومانو سره د معاصر انسان اړیکه له لوړې کیسې نه ښه څرګندیږې .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د