د انګلستان جیمز ټیلر د زړه ناروغۍ له امله استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د انګلستان لوبډلې ځوان توپ وهوونکی جیمز ټیلر د زړه د ناروغۍ له امله په ۲۶ کلنۍ کې له کرکټ لوبو څخه استعفا وکړه.

جیمز ټیلر تر دې مهاله د انګلستان لپاره په ۷ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی و. نوموړی خپل وروستی ټیسټ لوبه درې میاشتې وړاندې د سویلي افریقا په خلاف په سنچورین کې ترسره کړې وه.

په دې وروستیو کې نوموړی کاونټ اتلولي سیالیو کې ګډون کړی و خو د روغتیا ستونزو له امله نوموړی ونه توانید دغو سیالیو کې ولوبیږي او په لومړۍ لوبې کې له ډګر څخه ووت.

تیره ورځ د جیمز ټیلر ډاکټر اعلان وکړ چې د ځانګړو روغتیايي معایناتو په پایله کې څرګنده شوه چې د جیمز ټیلر د زړه روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

اوسمهال ټیلر د زړه عملیات ته اړتیا لري. جیمز ټیلر خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي چې دا زما د ژوند تر ټولو سخته اونۍ وه، زما ټوله نړۍ په بل مخ شوه خو زه همدلته یم او خپلې جګړې ته به ادامه ورکوم.

د انګلستان په ناټنګم ښار کې زیږیدلی جیمز ټیلر په ۲۰۰۸ زیږیدیز کال کې د لیسټرشایر لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه چې له هغې څلور کاله وروسته نوموړي ته د سویلي افریقا په خلاف ټیسټ لوبې کې د ګډون فرصت ورکړل شو.

نوموړی ۷ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی او ندی توانیدلی دغو لوبو کې کومه سلیزه ترسره کړي. نوموړی خپل تر ټول زیاتې منډې چې ۷۶ منډې دي د پاکستان په خلاف ترسره کړی.

  جیمز ټیلر همداراز په ۲۷ یوه ورځنیو لوبو کې د انګلینډ لوبډلې لپاره لوبیدلی او خپل یوازینۍ سلیزه يي د استرالیایۍ لوبډلې په وړاندې په اولډ ټریفورډ کې ترسره کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د