افغانستان

محمد خان وايي هغه بندیان دي ازاد شي چې د بند موده یې پوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال انجینر محمد خان د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې هغه بندیان دي ازاد کړل شي چې د بند موده یې پوره شوې.

نوموړي همداراز ویلي چې د بندیانو سره دي ښه چلند کیږي، د هغوی ستونزو ته دي رسیدګي کیږي، او له هر ډول شکنجو او ظلم وزیادتي څخه دي ډډه کیږي.
دغه اعلامیه د نوموړي د دفتر له لوري نن ټکی آسیا ته رسیدلې.

د اعلامیې سره سم محمد خان د پل چرخي زندان د قومندان مل پاسوال جان اقا سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي او د هغه څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو دوسیو ته باید پاملرنه وشي، او هغه بندیان ژر تر ژره ازاد شي چې د بند موده یې پوره شوې.

نوموړي د پل چرخي د زندان قومندان څخه همداراز غوښتي چې د بشري قانون سره سم چلند وکړي، او د بندیانو سره دي له ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.

باید وویل شي چې د پل چرخي په شمول په بګرام زندان او د هیواد په ګوټ ګوټ کې زیات شمیر هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوي، د خپل خلاصون لپاره ورځ او شپې شماري، خو د فریاد اوریدلو څوک نه لري.

بل لوري ته ځیني داسي زندانونه هم سته چې د شپې له خوا بندیان ځیني ایستل کیږي او وروسته یې مړي موندل کیږي، چې د بشري حقوقو د کمیسونونو او موسسو په وینا د کندهار زندان یې ښکاره ثبوت دی.

بل لوري ته د ملي امنیت په پټو زندانونو کې په زرګونو افغانان د نامعلوم برخلیک سره مخ دي، ډیری بندیان په نا حقه پلمو نیول کیږي او وروسته د ډیرو پیسو په بدل کې خوشي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x