افغانستان

په هرات کې تر ۴۰ سلني زیاتي دولتي ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزي نن د رسنیو سره په یوه ناسته کې وویل چې ددغه ولایت څلویښت سلنه ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي، چې له امله یې ګڼي ستونزي را منځته شوي دي.

نوموړي وویل چې سرپرستان د یو اجیر حیثیت لري، هر وخت ددې امکان وي له خپلي چوکۍ وشړل شي، او یا بلي ادارې ته ولیږدول شي چې له امله یې د هرات د خلکو ستونزي ورځ په ورځ زیاتیږي.

هغه زیاته کړه چې یو سرپرست د رئیس په توګه کله هم کار نه شي کولای ، ځکه هغه دومره صلاحیتونه نه لري او نه هم په ډاډه زړه اجراءات کولای شي.

علیزي د رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د هرات په ولایت کې اوس مهال د ۷۰ دولتي ادارو څخه یې ۳۰ ادارې د سرپرستانو له لوري پرمخ وړل کیږي.

باید وویل شي چې د هیواد په مرکز سربیره نورو ولایتونو کې هم د جګپوړو مشرانو څخه نیولې تر ټیټي کچي پوري د سرپرستانو او مرستیال مشرانو شمېر زیات دی، چې له امله یې حکومتي چاري په ټپ ولاړي دي، او زیات خلک د ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په افغانستان کې د اداري فساد له امله ویل کیږي چې د اکثریت ادارو لپاره رئیسان او همدا رنګه د مهمو دندو لپاره دولتي چارواکي په لوړو بیو او رشوتونو ګمارل کیږي، چې له امله یې افغانستان د نړۍ په سطحه په فساد کې په لومړیو هیوادونو کې شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x