
د دارالعلوم ديوبند علما افغانستان ته راغلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د وتلي ديني مرجع دارالعلوم ديوبند استادان او علما له څو لسيزو وروسته د افغانستان په سفر راغلي دي.
په دغو علماوو، کې د هند د نيمې وچې وتلی عالم، محدث، د هند د فقهي ټولنې رييس او د ديوبند مدرسې د حدثيو استاد مولانا نعمت الله اعظمي، اسلامي تاريخ پوه، د دارالعلوم ديوبند د حديثو استاد او د دارالعلوم ديوبند د مياشتنۍ مجلې مدير مولانا حبيب الرحمن اعظمي او ګڼ نور علما ورسره ملګري دي.
د علماوو دغه پلاوی تېره شپه ناوخته کابل ته راورسېد، د کابل شور بازار کې يې له جامعه قاسميې او څو نورو مدرسو ليدنه وکړه، د مدرسو له استادانو، شاګرانو او چلوونکو سره يې خبرې وکړې او د ديني علومو په منهجونو يې اړينې لارښوونې وکړې.
د علماوو دغه پلاوی نن د ورځې په پای کې د هرات ديني عالم مفتي محمد سرور په بلنه هرات ته ولاړ او هلته به د هرات دارلعلوم او نورو ديني مدرسو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړي.
ټاکل شوې، چې د مولانا نعمت الله اعظمي په مشرۍ د علماوو پلاوی به له دې وروسته جوزجان ته سفر وکړي او هلته به له ديني مدرسو، تاريخي ځايونو ليدنه وکړي او د ولسي خلکو غونډو ته به وينا وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا العلوم ديوبند د هند په نيمې وچه، مرکزي اسيا او ګڼو افريقايي هېوادونو کې ديني مرجع بلل کيږي او په تاريخي توګه د دارالعلوم ديوبند علما د خپل منځلاري اسلامي فکر له امله په ټوله اسلامي نړۍ کې ميليونونو پلويان لري او په فقهي مسايلو کې د اسلامي نړۍ د علماوو مرجع بلل کيږي.
د افغانستان او مرکزي اسيا د مسلمانانو لپاره هم دارالعلوم ديوبند علمي او فقهي مرجع ده او د افغانستان ولس هم ديوبندي فکر پورې تړي ديني علماوو ته په درنه سترګه ګوري او فتوا يې د باور وړ بولي.
له همدې امله د راغلو ديني علماوو راتلل، د افغانانو لپاره د خوښۍ او درنښت وړ دي او د علماوو د دغه پلاوي هر کلی کوي.