muzahira

دلاریون خبرتیا! – افغان یون

د سيد انور سادات د بېشرمانه څرګندونو په غبرګون کې د افغان يون  او نورو مدني خوځښتونو دلاریون خبرتیا !

لکه څرنګه چې خبر ياست وړمه ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې يوه غلام وکيل (انور سادات) د افغانستان يو غیرتي او دروند قوم (پښتنو) ته سپکاوى وکړ او پښتانه يې په وژنو، وحشت او فساد تورن کړل. په دې توګه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو دنده ده چې د له ملي ارزښتونو د دفاع لپاره خپل غږ پورته کړي او داسې پښتون ضد او ملي ضد عناصر د خپلو کړنو په سزا ورسوي. او همدارنګه ټولو هیوادوالو ته دداسې فاشیستانو څيره ښکاره کړي.

افغان يون به د دې ناولو له محاکمې پرته چوپ پاته نه شي او د دوی په وړاندې به له هر ډول قانوني غبرګونه کار واخلي.

مړه دې وي د افغان ولس دښمنان.
 
وخت: د غبرګولي دېرشمه نېټه، د يوه نۍ (يکشنبې) ورځ، د سهار اته بجې

د پیل ځای: د کابل ښار، دهمزنګ څلورلارې

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د