افغانستان

د چابهار درې اړخیزه موافقه لیک لاسلیک ته چمتو شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان، ایران او هند تر منځ د نړیوال ترانسپورتي او ترانزیتي دهلیز جوړولو لپاره د چابهار درې اړخیزه موافقه لیک چمتو شو.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د درې واړه هېوادونو استازو تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت په مقام کې دوهمه ناسته وکړله او موافقه لیک د دريو هېوادونو د چارواکو لاسلیک ته اماده شو.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د افغانستان، ایران او هند استازو د چابهار موافقه لیک په اړه په دوهمه ناسته کې بحث او خپل نظرونه سره تبادله کړل او موافقه لیک يې چمتو کړ.

د یادو درې واړو هېوادونو استازو د موافقه لیک په مسودې تر موافقې وروسته په دې هم هوکړه وکړله چې یوه فرعي کميټه به د موافقه لیک په چارچوب کې نوې جوړیږي، څو ترانزیتي، بندري، ګمرکي موضوعات او قونسلي چارو اړوند پروتوکولونه د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته په شپږو میاشتو کې جوړ کړی.

د چابهار بندر د ایران د بلوچستان د سیستان ولایت کې پروت دی. په وروستیو کلونو کې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو له کبله د افغانستان حکومت هڅې پیل کړلې چې د چابهار بندر څخه د نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره ګټه واخلي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بندر پر مټ به د سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ سمندي سوداګرۍ پیاوړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x