
د سعودي پاچا ته د ترکيې تر ټولو لوړ مډال ورکړل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۴مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې دولت نن د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد تر ټولو لوړ مډال د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ته ورکړ.
ملک سلمان ترکيې ته په درې ورځېني سفر تللی دی او تمه ده چې د اسلامي سازمانانو د همکارۍ په کنفرانس کې به هم ګډون وکړي.
اسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه مډال ملک سلمان ته ورکړ او ويې ویل چې نوموړي د پاچايۍ پر تخت تر کيناستلو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړیکود پیاوړي کولو لپاره لوړ ګامونه اخېستي دي.
ریاض او انقره په سیمه کې د نېږدې دوستو هېوادونو څخه ګڼل کیږي او په وروستیو کې دواړو هېوادونو نظامي اړیکې هم پیاوړې کړي دي.
په دې وروستیو کې د څو هېوادونو ګډ نظامي تمرینونو کې چې په سعودي کې ترسره شول، هم ترکيې برخه درلودله. سعودي د داعش ډلې پر ضد جګړه کې خپلې جنګي الوتکې هم د ترکیې په یوې هوايي اډه کې ځای پر ځای کړي دي.