افغانستان

پروان کې دوسلوالو په خپل منځي نښته کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

له چاریکارو نه په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي نن دورځې لس بجې دپروان په جبل سراج ولسوالي کې ددو وسلوالو ډلو دافرادو ترمنځ جګړه پیل شوې چې اوس ۱۲بجې لا هم په شدت روانه ده .

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي جګړه دصفا او عین الدین په نوم وسلوالو ډلو ترمنځ پیل شوې چې اوس مهال هم له دواړو لوریو دسپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کیږي.

وروستي راپورونه وايي چې دواړو لوریو ته دسر دروند زیان اوښتی خو تردې مهاله یې دقیقه شمیره نده په ډاګه شوې. یوه بله سرچینه زیاتوي چې په جګړه کې اته تنه وژل شوي او یوشمیر نورټپیان دي.

جګړې په سیمه کې محلي خلګ زیات ویرولي او وارخطاکړي هیڅ څوک له کوره دباندي نشي وتلای. محلي خلګ وایی کابو درې ساعته وشول چی جګړه دوام لري خو دجګړې دپیل کیدو لامل تراوسه پوري نه دي څرګندشوی.

باید وویل شي دهیواد په شمالي ولایتونو او نورو سیموکې ګڼ شمیر دمحلي پولیسو/ اربکیانواونورې خپلې سرې وسلوالې ډلې فعاله دي چې په یونه یو ډول دکابل ادارې له امنیتي کړیو سره تړلې ډلې دي ،ډیروخت په خپلو کې سره نښلي چې خپله دوئ ته دسر زیان  د اوښتو ترڅنګ اولسي خلګ هم ترې سخت متضرر کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x