ورزش

افغانستان له ایرلینډ سره پنځه نړیوالې یو ورځېنۍ لوبې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او ایرلینډ د کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روان کال په جولايي میاشت کې پنځه یو ورځېنۍ لوبې په ایرلینډ کې ترسره شي.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي چې د دواړو هېوادونو د کرکیټ ادارو د ګډې پرېکړې او هوکړې له مخې، دا لوبې به د جولایي د میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۹ مې نیټې پورې د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

دا به لومړی ځل وي، چې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي، چې د زیاتو نړیوالو لوبو ترسره کولو سره د افغان لوبډلې تجربې زیاتېږي او لوبغاړي زده کړې کوي.

د ایرلینډ کرکټ ادارې د لوړو مهارتونو مسوول ریچارډ هولډ سورت ویلي، چې دوی د افغان لوبډلې راتګ او ورسره لوبو ته سترګې په لار دي.

هغه زیاته کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به په زړه پورې سیالۍ ترسره شي . دغه راز په راتلونکي زیږدیز کال کې به ایرلینډ د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په نوي ډیلي کې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي.

خو د کرکيټ شننونکي وايي چې افغانستان کرکيټ بورډ باید تر ټولو ډيره پاملرنه لومړۍ درجه لوبډلو ته وکړي او کوښښ وکړي څو له دوی سره لوبې برابرې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x