
د فیسبوک مسنجر دوې نوې جالبې ځانګړتیاوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): فیسبوک خپل د پیغام لېږلو اپلیکیشن مسنجر ته دوې نوې جالبې ځانګړتیاوې ور زیاتې کړي دي.
د دغو دوه ځانګړتیاو له منځه یوې یې فیسبوک د پیغام لېږلو اپلیکیشن ایمیل ته ورنېږدې شو چې پر مټ یې استعمالوونکي کولای شي هر ډول فایل له ډراپ باکس Drop box اکونټ څخه مستقیما د پیغام په کړکۍ Chat windows کې واچوي او بل ملګري ته یې ولیږي.
د دې لپاره باید د فیسبوک استعمالونکي د پیغام کړکۍ Chat window کې د more یا زیات بټنه ووهي. د دغې ځای وهلو سره به د ډراپ باکس اختیار ښکاره شي چې ورسره به خپل فایلونه او قاموسونه هم وګورئ.
د مسنجر دوهمه ځانګړتیا د ویډیو چيټ ده چې اوس د پوره سکرین پر ځای د یواځې سر ښکاره کولو چيټ هم کېدلای شي.
د انډرایډ مبایل استعمالوونکو لپاره به ویډيو چيټ د یوې دایرې په شکل ښکاریږي چې استعمالوونکي کولای شي دغه دایره یو نه بل او بل نه بل ځای ته انتقال کړي.
دغه د ویډیو چيټ اختیار لا د ای فون استعمالوونکو ته نه دی ورکړل شوی.
د یادو دوه ځانګړتیاو ترلاسه کولو لپاره باید استعمالوونکی خپل مسنجر اپډيټ کړي.