خبرتیاوی او پیغامونه

له تاسو ټولو نه يوه اړينه هيله!!

مشفق حريت مل

دا چې نن سبا د عصري ټيکنالوژۍ او د بې معنا او بې فايدې سريالونو او د نورو عبث بوختياوو په زمانه کې د کتاب او مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې په کمزوري کېدو دی او ځوانان په بې معنا بوختيا وو مصروف دي او د خپل قيميتي وخت زیاته برخه په عبثو او بې ګټې کارونو کې تيروي، او يا هم هغه ځوانان چې د مطالعې او کتاب علاقه لري خو نه شي کولای چې کتاب ته لاس رسی ولري نو په همدې او د ځينو نورو لاملونو په بنياد مې فکر وکړ تر څو په خپله سيمه کې چې تر اوسه هيڅ عام کتابتون په کې شتون نه لري، يو کتابتون جوړ کړم، په پيل کې مې دغه فکر له څو تنو نورو ملګرو سره شريک کړ چې په نتيجه کې يې زما ددغه اقدام تود هرکلی وشو او ډيرو ملګرو په دغه اقدام کې د ځاني او فرهنګي مرستو ژمنې وکړې چې ماته يې په دغه کار کې نور هم ډاډ او حوصله راکړه.

نو په همدې بنياد بيا هم له ټولو، لوستو، فرهنګيانو، زده کوونکو، مشرانو کشرانو، د کتاب او مطالعې مينه والو، د افغان ځوانانو خواخوږو با احساسه ورورنو او د ټولنې د هرې برخې غړو باندې غږ کوم ترڅو له مونږ سره په دغه د خير کار کې مرسته وکړي او زمونږ ملا په خپلو فرهنګي مرستو راوتړي، ترڅو د الله ج په فضل او مهربانۍ او ستاسو خوږو دوستانو په مرسته او همکارۍ يو په زړه پورې عامه کتابتون رامنځته کړو.

زه باور لرم چې په دې کې ستاسو هم د دنيا او هم د اخرت ګټه ده ځکه چې له مطالعې سره پوهه زياتيږي او د يو مسلمان او په ځانګړې توګه د يو افغان پوهول په نن زمانه کې څومره اړينه او ضروري ده.

تاسو کولای شئ چې له مونږ سره په لاندې پتو اړيکې ونيسئ او خپلې مرستې راسره شريکې کړئ.

په درنښت

مشفق حريت مل

برېښناليک : mushfiqjan@yahoo.com

فيسبوک : https://web.facebook.com/profile.php?id=100010050584763

د ګرځنده شمېره : ۰۰۹۲۳۴۸۵۴۳۷۳۹۱

ورته لیکنې

Back to top button