نظــر

بیا د ستانکزي لاپو هلمندیانو ته نوی زیری ورکړ!

لیکوال: عبدالله ( سلطاني)

د افغانستان د اسلامی جمهوریت سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي نن د افغانانو خصوصاً هلمندیانو د زړه  د سکون او خوشحالۍ په خاطر خپل ټټر و درزاوه او اطمنان یې ورکړ که چیري هلمند سقوط وکړ زه به په هغه ان بدون له کوم چون او چرا څخه استعفاء وړاندي کړم چې دا ځګر درزونه موږ ته یقیناً پر اور باندي د اوبو اچولو قدر لري او موږ هلمندیانو ته  د زړه د  سکون او غمخورۍ حیثیت لري.. موږ په همداسي مشر او زمامدار ویاړو کوم چې افغانانو ته په نصیب شوی، ځکه د تاریخ په بهیر کې داسي جنرال، قومندان او یا هم بل چارواکی ندی حاضر شوی تر څو داسي شریفانه تعهد وکړي.

مګر موږ به هلته په نوموړي مشر او د دفاع په وزیرلا افتخار کړی وای چې نوموړي ویلي وای: ( که چیري هلمند ولایت سقوط وکړ زه به خپل ځان په دار و ځړوم ، دا د پروردګارِ عالم د خلقت ښایسته نړۍ خاصتاً افغانۍ خاوره به د خپل ناولي او پلیت روح نه خلاصه او مسترَحه کړم او افغانان به د ارامتیا او سکون ساه کښلو ته پریږدم.)

ستانکزی صاحب دا فکر کوي چې دده په ساده لفطي استعفاء به ټوله خبره خلاصه شي، خو داسي نه ده، الله تعالی به له ده څخه د مظلوم مسلمان اولس د هر ځوریدلي پوښتنه جلا جلا کوي.

ایا ستانکزی صاحب به و کولای شي د مظلومو افغانانو په لیټرونو توی شوې وینه محاسبه کړي، ایا د سرتورو هغه شمیره به چې دده په قیادت کونډي شوي دي وړاندی کړای شي او یا هغه معصوم یتیمان چې دده په څو ورځنۍ سرپرستۍ کې يې د پلار سایه له سره لیري شوې و شمیرلای شي؟

ستانکزي ته د یو خواخوږي مسلمان په صفت دا مشوره ورکوم چې که سبا د استعفاء اراده لري، پر ځای دې همدا اوس دستي استعفا وکړي. ځکه دده ځنډ به دده د قیامت حساب لا پسي دروند کړي، بیا به د جبار رب څخه د خلاص یوه لاره هم ونه لري. همدارنګه دده استعفاء به مظلومانو ته د خوښۍ یو زیری وي او کیدای شي یوازي توبه او  همدا لږه خوشحالي  یې حساب سپک کړای شي.

که هر جابر او ظالم ددې پاکي او طاغوت ماتونکي خاوري څخه خپله ناپاکه څیره لیري کړي، دا به زموږ لپاره د خفګان نه بلکي د خوشحالۍ زیری وي. ‌إن شاالله چې دا خاینان به د الله تعالی له لوري  له دې حاکمیته خامخا راپرزیږي او ځای به یې پاک روحه او سپیڅلو خلکو ته ورکول کیږي.

د یو اسلام پاله او سوکاله افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x