
الجزیرې خپل د امریکا چینل ته د پای ټکی کښېښود
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۵مه ۱۳۹۵ل): د الجزیرې تلویزوني شبکې د امریکا لپاره خپل د ځانګړی چېنل (الجزیره – امریکا) نشراتو ته د پای ټکی کښېښود.
دغه چېنل د امریکا د کیبل له لاري نشریات کول، خو د کتونکو د کموالي او لږو اعلاناتو له امله یې خپل نشرات نور بس کړه.
د الجزیرې شبکې چې مرکز یې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې دی، او ملکیت یې ددغه هیواد د حاکمي کورنۍ دی، په خپل امریکايي چېنل ۵۰۰ ملیونه ډالر مصرف کړی وو، د کال ۲۰۱۳ د نیمۍ څخه یې لومړني نشریات پیل کړه، ۸۵۰ کسانو کار په کښي کوی، او د امریکا په مختلفو ایالتونو کې ۱۲ مرکزي دفترونه لرل.
په لومړیو ورځو کې داسي ګمان کېده چې الجزیره به د امریکا په کېبل مارکیټ کې د سي ان ان، فوکس نیوز او ام ان بي سي سره مقابله وکړي، خو درې کاله وروسته په خپل هدف کې ناکامه سوه.
الجزیره انګریزي چېنل لري چې د ټولي نړۍ خبرونه نشروي او یوازي تر امریکا ځان نه محدودوي، دغه چېنل د امریکا په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کتل کیږي.
الجزیره د نړۍ په سطحه یو له لویو رسنیزو شبکو څخه شمېرل کیږي چې په زرګونو خلک کار په کښي کوي او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې خپل نمایندګۍ لري.