ټکنالوژي

فتوا: پرته له اجازې د بل چا وای فای کارول حرام دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۵مه ۱۳۹۵ل): د دبۍ دیني او خیريه کارونو ریاست په خپل تازه فتوا کې ویلي چې پرته له اجازې د بل چا وای فای کارول ګناه او حرام دي.

دوی وایی چې دا د دیني او اسلامي اخلاقو خلاف کار هم دی، ځکه چې کیدای شي په دې کار سره د وای فایل اصل مالک ته ضرر ورسیږي.

د یاد ریاست دار الافتا وروسته تر هغه دغه فتوا صادره کړې کله چې ددوی څخه د یوه شخص له لوري پوښتنه وشوه چې ایا کولای شي د اجازې پرته د بل کس وای فای وکاروي؟

دار الافتا ددغه شخص په جواب کې ویلي چې په دې کار سره کیدای سي د انټرنیټ مالک ته ضرر ورسیږي، لکه د هغه انټرنیټ کمزوری کیدل او یا پر هغه باندي اضافي خرچه را تلل، چې په دواړو صورتونو کې ورته ضرر رسیږي ځکه یې کارول حرام دي.

په فتوا کې ویل شوي چې د انټرنیټ د مالک د اجازې پرته د هغه په ملکیت کې تصرف کول او استفاده ځیني کول د اسلامي او دیني اخلاقو خلاف کار دی، چې باید ډډه ځیني وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x