fbpx

امارات: نن ماکډونالډ مفته ناشته ویشي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۵مه ۱۳۹۵ل): نن د اپریل ۱۳مه د ناشتې ملي ورځ ده او په همدې مناسبت په متحده عرب اماراتو کې د ماکډونالډ شرکت اعلان کړی چې ددوی په ټولو ریسټورانټونو کې به د سهار د ۶ بجو څخه بیا تر لس بجو پوري د ناشتې خوراک مفت ویشل کیږي.

ددغه شرکت له خوا ویل شوي چې دوی هر کال په دغه مناسبت کې ګډون کوي تر څو خلک د ناشتي کولو ته وهڅوي. او زیاته کړې چې مونږ په دغه مناسبت د هګیو یو زر برګرونه په وړیا توګه ویشو.

د متحده عرب اماراتو د ماکډونالډ د څانګې مدیر او شریک رفیق فقیه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی پوهیږي ناشته په ورځ کې تر ټولو مهم خوراک دی، دا څلورم کال دی چی د متحده عرب اماراتو د ناشتې په ملي ورځ کې مونږ فعاله ونډه اخلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د