مشهور داعي محمد العریفي په سعودي کې نظربند شو
راپورونه وایي چې سعودي چارواکو د وتلي عالم او دعوتګر شیخ محمد العریفي د نظربندۍ امر کړی.
ټاکل شوې وه چې اخوانیانو ته مایل دغه عالم د تیرې پنجشنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې یوې دیني غونډې ته وینا واوروي.
خو سعودي چارواکو نوموړي ته اجازه ورنکړه چې له هیواده ووځي.
خو وړاندې تر دې چې سعودي حکومت د نوموړي د نظربندۍ امر ورکړي، نوموړی ئې د تحقیقاتو لپاره ورغوښتی وه او پوښتنې ګویګنې ئې ترې کړې وې.
دا پیښه په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې سعودي چارواکو د هغو حکومتي کسانو په برطرفۍ لاس پوری کړی چې له اخوان المسلمین سره خواخوږي لري، او د محمد مرسي پر خلاف د پوځي کودتا غندنه کوي.
که څه هم د مصر په وروستي کړکیچ کې محمد العریفي په مطلق او واضح ډول د اخوانیانو پلو نه دی نیولی او د مصر په پوځ او ولس دواړو ئې یو ډول غږ کړی چې له تشدد او وینې تویولو لاس واخلي، خو د سعودي د حکومت سختو قوانینو ته په پام سره آن دغه ډول موقف هم د اخوان المسلمین په پلوۍ تعبیریږي.
د یادونې وړ ده چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې په سعودي کې یو بل عالم (محسن العواجي) هم نادرکه دی او مړی او ژوندی ئې ورک دی.
ګومان کیږي چې محسن العواجي به سعودي چارواکو د خپلې هغې وینا له کبله نیولی وي چې په یو تلویزوني پروګرام کې ئې د مصر وروستي حالات “پوځي کودتا” وبلله او د محمد مرسي د بیرته واک ته د رسیدلو غوښتنه ئې کړې وه.
ویل کیږي چې دا مهال تر پنځوسو زیات اوچت دیني عالمان او داعیان د مخالف نظر په جرم د سعودي په زندانو کې پراته دي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې عمرونه ئې تر اتیا کالو پورته دي.