افغانستان

د کونړ ولایت پر ځینو ولسوالیو نن هم بریدونه روان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): د کونړ ولایت چارواکو وایي چي د پرون په څېر نن هم یوځل بیا طالبانو د کونړ پر ځینو ولسوالیو بریدونه پيل کړي او لاهم روان دي.

طالبانو تېره ورځ د «عمري» په نوم پسرلني عملیات پيل کړل، د عملیاتو د پیل سره سم د هیواد په ډیرو ولایتونو کي طالبانو جګړې پيل کړې چي توندي څپې یې شمال او شمال-ختیځ ونیوی.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل رسنیو ته وویل چي نن سهار یوځل بیا د تېري ورځي په څېر طالبانو د کونړ ولایت پر سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ سهار مهال پنځه بجې په یوه وخت بریدونه پيل کړل چي تراوسه روان دي.

سیدخیل د لسو طالبانو د وژلو او ځینو نورو د ټپي کولو ادعا کړې خو تراوسه ازادو رسنیو د نوموړي دغه خبره نه ده تایید کړي.

تېره ورځ عبدالحبیب سیدخیل رسنیو ته وویل چي ددې ولایت پر ټولو ولسوالیو طالبانو بریدونه پيل کړي او دلته سختي جګړې روانې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه په کونړ ولایت کي د عملیاتو د پيل خبرونه ورکړي، نوموړۍ وایي چي عملیات یې په بریالیتوب سره روان دي او حکومتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

مجاهد په یوه بل خبر کي وایي چي د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کي د ملي اردو مهم قومندان د یوه موټر او ځینو وسلو سره ورته تسلیم سوی دی، د نوموړي د خبر په اړه د کونړ چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x