fbpx
Malala 0

د میوند ملاله او د برمنګهم ملاله

د تاریخ په اوږدو کښي افغانستان د چنګیزیانو، هندوانو، سکهانو، انګریزانو او روسانو سره په مختلفو وختونو کښي په دفاعي او تعرضي جنګونو کښي ښکیل پاتي شوي، او له دې جملې څخه درې واري پخوا او یو واري فی الحال د انګریزانو له خوا اشغال شوي، چي په لومړي ځل په کال 1838 کښي انګریزانو یرغل وکړ او تر څلور کالو جنګ وروسته له ملک څخه وشړل شول، او په همدې دوره کښي شاه شجاع هم د تاریخ په پاڼو کښي داسي وځلید چي د آینده نسلونو د پاره د غلامی او غداری یو معیار وګرځیدو.

ددوهم ځل لپاره په 1878 کښي انګریزانو بیا یرغل وکړ او دا ځل خو دداسي شکست سره مخامخ شول چي د تیښتي لپاره هم څوک ژوندی پاتي نه شول.

دریمه جګړه په کال 1919 کښي پيل شوه چي د تیر په څیر داهم له شکست نه پرته په بل څه تمامه نه شوه.

او څلورم یرغل خو دادي د ټولو په وړاندي دي چي لا تر اوسه دوام لري.

خو دې ټولو جګړو په خپل وخت کښي شاه شجاعیان هم لرل، اتلان او قهرمانان ئي هم لرل او ملالي ئي هم ملت ته تقدیم کړي.

خو دې وروستي یرغل داسي ملالي هم زیږولي. چي په نوم، جنس او ژبه خو لکه د میوند ملالي ښکاري، خو په عمل کښي ورسره داسي توپير لري لکه اور او اوبه چي نه تنها متضاد اثرونه لري بلکي د یو او بل وجود هم ختموي.

چي دادي ددې دواړو ژوند او کارنامو ته په کتو سره به ددوی کردار هم په مقائیسوي ډول تاسو ته وړاندي کړم.

د انګریزوانو له خوا په ملک دوهم یرغل شوي وو د ملک په مختلفو حصو کښي مقاومت روان ؤو، او خبره تر میونده هم رسیدلي وه چي د نارینه ؤ تر څنګ ښځي هم د جنګ میدان ته را وتلی وي، په دې معرکه کښي مؤرخین د ملالي میړانه داسي بیانوي.
27 جولائي 1880 ټکنده غرمه وه ، غازیان ستړي او ستومانه ښکاریدل، د میوند په دښته او به هم نه وې، نيژدې وو چي د مجاهدینو لښکر له تندي ماته وکړي، له بلي خوا د دښمن لښکر ډیر قوي او په راز راز وسلو سمبال وو.

په دغه وخت کښي د مجاهدینو بیرغ چي هم ټپي شو چي په دې سره انګریزیانو د شدید حملې جرأت هم پيدا کړو، خو په دې حال کښي یوه پښتنه پيغله میدان ته راغله او د مسلمانانو بیرغ په پورته کولو سره دا لنډۍ وویله.

خال به د یار د وینو کیږدم
چي شینکي باغ کښي ګل ګلاب وشرموینه

که په میوند کښي شهید نه شوې
خدائي زو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه

دا غږ نه وو یو اسماني نصرت شو، چي د ټولو مجاهدینو په حوصلو او جذبو کښي ئې انقلاب را وستو او د الله اکبر په ویلو سره یې په دښمن حمله وکړه او د اسي ئې قتل کړل چي د تیښتې لپاره هم څوک ژوندی پاتي نشول الا د ګوتو په شمار ، او ملالي هم د سر په قربانولو سره د آینده نسلونو لپاره مثال قائم او افغان ملت ته یې ویاړ په برخه کړ.

اوس چي د انګریزانو څلورم اشغال دوام لري، ډیرو پيغلو او میرمنو د میوندي ملالي په قدم باندي قدم ایښي او د هغي لقب ئې په خپل عمل سره په ځان صدق ګرځولی، خو بعضي چي په نوم ځان ملاله بولي د خپل قلم او ذهن د استعدادونو ابتداء د اسلامي شعائرو په خلاف په لیکلو او ویلو سره کوي، په ږیره تمسخر کوي، پرده او حجاب د جهالت نښه بولي، د انګریز په خلاف جهاد تروریزم بولي، حدود ظلم ګڼي، او د انګریزانو او امریکایانو لیدنه ځانته شرف او عزت بولي.

نو ځکه خو هم یهودان او عیسویان ددې څخه ډیر راضي او خوشحاله ښکاري، خولې یې ددې په صفت نه ستړي کیږي، لاسونه ئې ورته په چک چک وهلو نه ستومانه کیږي، غوږونه ئې ددې په اوریدلو نه ستړي کیږي، او قلمونه ئې ددې په ستایلو نه وچيږي.

دا ځکه چي مسلمانانو او بلخصوص افغانان په خپل جګړیز تاریخ کښي داسي پست کرداره او د دښمن نوازه ښځو سابقه نه لري، او همیشه ئې د میوند ملالي غوندي قهرماني ښځي په تاریخ کښي صفت ګړیدي.

خو دوی اوس کوشش کوي چي د میوند ملالي هم نامه هم جنسه، هم مذهبه او هم ژبې داسي تربیه او استعمال کړي چي د هغوی تاریخ په دې خیره او د ملالي تعریف هم له خلقو ورک کړي  چي دادی بعضي نادان او جاهل خلق اوس دې ملالي ته د میوندي ملالې سره تشبیه ورکوي، خو دوی ته دي واضحه وي چي ددې دواړو هم نامه ملالو فرق په لاندي بنیادي ټکو سره دی.

۱- میوندي ملاله د اشغال په وخت کښي د مجاهدینو سره په جنګ کښي شریکه او خپل وس او استعداد ئې د مجاهدینو د مورال د لوړولو لپاره استعمال کړی وو.

خو برمنګهمي ملاله د اشغال په وخت کښی دمجاهدینو په خلاف ولاړه ده، او خپل ټول استعدادونه او خدمتونه ئې د انګریزانو د خوشحالي سبب ګرځي.

۲- میوندي ملاله با حجابه او با پردې مسلمانه او پښتنه پيغله وه، چي د جګړې نه علاوه ئې د سړیو په منځ کښي ګډون نه درلود، خو برمنګهمي ملاله د پردې توهین کوي، او د کفارو تر منځ په خبرو او مجلس کولو باندي فخر احساسوي.

۳- میوندي ملالي د قوي ایمان لرلو سره د انګریزانو په خلاف جنګ کښي شعارونه ورکول او د دښمن د شکست سبب وګرځېده، خو برمنګهمي ملاله د انګریز د خوشحالولو د پاره د هغوی د منسوخ شوي دینونو ستاینه او د مشرانو صفت کوي.

۴- میوندي ملاله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل آئیډیل، شهادت خپل ارمان او د الله رضا خپل هدف ګڼلو، خو برمنګهمي ملاله اوباما خپل آئیډیل، سیاست کول خپل ارمان او شهرت تر لاسه کول خپل هدف ګڼي.

۵- د میوند ملاله انګریزان خپله دښمنه او دنیکونو قاتله ګڼي، او د همدوی له خوا په میوند کښي په شهادت رسیدلې، خو برمنګهمي ملاله د نورو همزولو په خلاف د انګریزانو له خوا ژغورل کیږي، مستریح ژوند ورته برابریږي، او د ۱۲ جولائي ورځ د ملالي په نوم نومولو سره د نوموړي د تل ژوندي پاتي کیدو هڅه تر سره کیږي.

خو الحمد لله د تیر په څیر اوس هم مسلمان ملت داسي ملالي لري چي د دښمن په خلاف جنګ کښي ولاړي او په دې لاره کښي ئې زندانونه، تعذیبونه، شهادتونه او دهغه قرباني ورکړي چي په تاریخ کښي یې مثال نه لیدل کیږي، او ان شاء الله ددوی دا قرباني به د مسلمانانو تاریخ لا سر لوړي او ځلانده کړي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د