
خيبرپښتونخوا کې د ورښتونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۹۶ ته ورسېد
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): د پاکستان خيبرپښتونخو ايالت کې د اوسنيو پرله پسې ورښتونو او ځمکې ښوېدو له امله تر اوسه د مړو شوو کسانو شمېر ۹۶ ته پورته شو او لسګونه نور ټپيان دي.
طبعي پېښو سره د خيبرپښتونخوا د مبارزې اداره وايي، چې تر اوسه د دغو ورښتونو او ځمکې ښوېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ نوي کسان وژل شوي دي.
د يادې ادارې له قوله د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۴۹ کورونه زيانمن شوي، په دغو کې ۲۳۶ کورونه په مکمله توګه له منځه تللي او د پاتې نورو کورونو ځينې برخې نړېدلي دي.
د خيبرپښتونخوا حکومت د ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شوو کورنيو ته درې درې لکه او ټپيانو ته يونيم يونيم لک روپيو د ورکولو اعلان کړی.
طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د چا کورونه په مکمله توګه نړېدلي وي، يو يو لک او چې لږ زيانمن شوي وي، پنځوس پنځوس سره روپۍ ورکول کيږي.