په حرم شریف کې تصادفي د یو مجرد ځوان د واده کار جوړ شو
یو مجرد ځوان چې هر ماښام ئې د حرم شریف په ساحه کې په روژه دارانو خرماوې ویشلې، هغه وخت هیښ پاتې شو چې یو روژه دار ورته د خپلې لور د نکاح وړاندیز وکړ.
د عبدالله په نامه دا ځوان به د روژې په میاشت کې هر ماښام د خرماوو ډک لوښی په لاس د حرم شریف په داخل کې ګرځید او په روژه دارانو به ئې تقسیمولې.
نوموړی ځوان هغه وخت هک حیران شو چې د تیرې یکشنبې په ماښام ئې د خپل همیشنی عادت له مخې په خلکو روژه ماتي ویشل چې سړي ترې وغوښتل چې په خوا کې ئې کښیني او یوه خبره ورته کوي.
سړي ترې لومړی د واده پوښتنه وکړه چې کړی ئې دی که نه؟
ځوان ورته وویل چې نه ئې دی کړی.
سړی ترې وپوښتل چې: “څو سیپارې قرآن کریم دې حفظ دی؟”. عبدالله ورته وویل چې ۱۷ سیپارې ئې حفظ کړی.
ددې ځواب په اوریدلو نوموړی د پاخه عمر سړی موسکی شو او ځوان ته ئې وویل: چې کله د قرآن کریم حفظ بشپړ کړې، لور به مې بې له کوم قید او شرط څخه تا ته درکوم.
ځوان هیښ پاتې شو او هیڅ ئې ونه شول ویلی. خو د سړي د تلیفون شمیره ئې واخیسته او ژمنه ئې ورسره وکړه چې د قرآن کریم د حفظ تر بشپړولو وروسته به د واده د بندوبس لپاره ورسره اړیکه نیسي.
باید وویل شي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د حرم شریف د زیارت کوونکو او معتمرینو لپاره د خدای جاتي مرسته کوونکو په شمیر کې ډیر زیاتوالی راځي. سږکال د زرو ۱۰۰۰ په خواوشا کې ځوانان د حرم شریف د زیارت کوونکو لپاره په رضاکارانه ډول په خدمت لګیا دي.