
بغلان: طالبان وايي اربکیان يې له دریو مرکزونو شړلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو د اربکیانو درې مرکزونه له منځه وړي.
طالبانو تېره ورځ عمري عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې يې په ګڼو سیمو کې د دوی پر قول د اربکیانو ټغر ور ټول کړ.
د مرکزي بغلان په نوروزیو سیمه کې يې د اربکیانو درې مرکزونه نیولي او پر مرګ ـ ژوبلې سربېره يې ګڼ اربکیان تېښتې ته اړ کړي دي.
د طالبانو خپره کړې خبرپاڼې اربکیان مورال بايللي بللي: «دښمن مورال له لاسه ورکړی، د عملیاتي څپې په وړاندي تاب نه شي کولای او یو په بل پسې پراخي سیمي پریږدي او ورڅخه تښتي.»
د دوی په خبره د دوی ځواکونه د کابل ـ مزار لويې لارې ته نږدې شوي دي.
دولتي سرچينو په مرکزي بغلان کې د طالبانو د پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ولایت په خنجان ولسوالۍ کې يې د طالبانو د ولسوال د وژلو دعوه کړې ده.