افغانستان

ولسي جرګه ګډ حکومت د امریکا نوکر بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې پخپله نننۍ ناسته کې بیا هم د جان کېرې پر ډاګيزه مداخله خواشيني ښکاره کړه او حکومت د امریکا اجیر او نوکر وباله.

ولسي جرګه چې د ولس له استازیو جوړه ده، د لومړي ځل لپاره څرګند اعتراف کوي چې دوی په یوه مزدوره اداره کې راټول دي.

د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي د اجراییه رییس عبدالله عبدالله هغه څرګندونې چې دوی يې له سیاسي هوکړې نا خبره بللي و، هم د افسوس وړ وبللې.

هاشمي په ډاګه وويل چې له دې وروسته دې د دې په قول «شهید» نجیب ته هم د روس نوکر نه ویل کېږي، ځکه چې اوسنی ټول حکومت د امریکا اجیر او نوکر دی.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم د جان کېرې مداخله وغندله او له دولته يې غوښتنه وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو پوښتنه دې وشي.

جان کېرې تېره شنبه کابل ته په ناڅاپي سفر راغی او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره يې په جلا جلا ناستو کې په یوه بېړني تصمیم کې د حکومت عمر درې کاله نور اوږد وباله.

د نوموړي څرګندونو او خپل سرانه پرېکړې د ولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي او ګڼ سیاسيون دې اعتراف ته اړ کړل چې هېواد اشغال دی.

تېره ورځ د ولسي جرګې بل غړي عبداللطیف پدرام بیا د حکومت پر ضد قیام پر خلکو واجب وباله، هغه په تونده لهجه ومنله چې هېواد اشغال دی، خو په وينا يې د اشغال په پایله کې د رامنځته شوي حکومت پر ضد پاڅون واجب دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

غنی داسی خاندی لکه میړه ( جان کیړی ) چه تیره شپه خوږ کړی وی ، او جان کیری په دواړو میرمنو څومره د مینی لاسونه غځولی دی ، تاسی ورته وګوری چه د څومره لوی ذلت سره په دی ژوند کی مخامخ دی دهغه بل ژوند به یی څه حال وی ، له دی جمهوری ریاست خو ورته دا ډیره ښه وه چه چیری یی ساپی پریمنځلی یا تر دی ورته مرده ګاوۍ ډیر شرف درلود ، له بل اړخ امریکا د څومره ذلت سره مخ دی چه له یوی خوا یی د خبلواک حکومت تمثیلولو هڅی لری او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x