افغانستان

د ثبات او حراست شورا: ګډ حکومت دې خپلې ژمنې پوره کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د حراست او ثبات شورا د ګډ حکومت د دواړو مشرانو څخه غوښتي چې د ګډ حکومت د هوکړه لیک پر اساس شوي ژمني د دوه کلنې دورې تر پای ته رسېدو مخکې عملي کړي.

دغه شورا وروسته تر هغه دغه خبري کړي چې د تیري شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته سفر وکړ او د خپل سفر پر مهال یې د ګډ حکومت موده د دریو نورو کلونو لپاره تمدید کړه.

د ګډ حکومت د پیل په هوکړه لیک کې داسي ویل کیده چې دواړه مشران به د دوه کلونو په تېریدو سره په ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي، د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکني به تر سره کوي او د لويي جرګې په دایرولو سره به په اساسي قانون کې تغییر راولي تر څو د اجرائیه ریاست چوکۍ په صدارت بدله شي.

د ګډ حکومت دوه کلنۍ موده په تمامېدو ده، خو د حراست او ثبات د شوری په وینا یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې چې له امله یې افغانان اندیښمن دي او د ګډحکومت پر مشروعیت باندي تبصري کیږي.

د تیري دوشنبې په ورځ اجرائیه رئیس د وزیرانو په شورا کې د حکومت هغه سیاسي مخالفین چې ځانته اپوزیسیون وايي، په دې تورن کړه چې ګواکي دوی د ګډحکومت د هوکړه لیک څخه ناخبره دي، نوموړي پر دې خبره تعجب هم څرګند کړ چې څرنګه دغه سیاسي جهتونه د دغه سي یو مهم هوکړه لیک په اړه ناخبره دي.

د حراست او ثبات شورا چې زیاتره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت جګپوړي چارواکي او پخواني جهادي مشران په کښي را ټول دي، د ګډحکومت د اوسني وضعیت څخه ناخوښه بریښي.

تمه ده چې دوی نن د چارشنبې په ورځ د ماپښين پر یوه نیمه بجه د حراست او ثبات په مرکزي دفتر کې رسنیزه غونډه جوړه کړي، تر څو دغه شورا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر او د هغه د وروستیو څرګندونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

باید وویل شي چې د رویټرز خبري اژانس په دې اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي وه چې راتلونکي څو میاشتي به د ګډحکومت لپاره په سیاسي لحاظ ډیري ستونزمني وي، ځکه چې د افغانستان اکثره سیاسي جهتونه چې د حکومت څخه دباندي دي، د ګډحکومت د اوسني جوړښت څخه ناخوښه دي ، په داسي حال کې چې څو ځله ددغه حکومت د سیاسي سقوط وړاندویني له مخکي څخه لا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x