ورزش

ریال ماډرېډ د رونالډو پر مټ نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکي اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): ریال ماډرېډ لوبډلې د اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې وتوانید د وولفسبرګ لوبډلې ته د ۳-۰ په توپیر سره ماتې ورکړي او د دغې اتلولۍ نیمه پایلوبې ته ووځي.

په منځلوبو کې د ریال ماډرېډ او وولفسبورګ تر منځ لوبه په داسې حال کې پیل شوه چې دغه لوبه د ریال ماډرېډ لوبډلې ته د ژوند او مرګ حیثیت درلود ځکه چې ریال ماډرېډ د وولفسبورګ پر ځمکه ترسره شوې لوبې کې د وولفسبورګ په وړاندې ۲-۰ توپیر سره ماتې خوړلې وه.

د لوبې په پیل کې توپ د ریال ماډرېد په واک کې و او طوفاني لوبې پیلولو سره وتوانید د لوبې په ۱۶مه او ۱۷مه دقیقه کې ګولونه ترسره کړي او په دې ډول له وولفسبرګ سره ۲-۲ مساوي شوي.

د ریال ماډرېډ لپاره لومړی ګول کریسټیانو رونالډو د وولفسبورګ د دفاعي لوبغاړ نیمګړتیا په پایله کې د کارواخال په پاس ترسره کړه او یوه دقیقه وروسته بیا هم کریسټیانو رونالډو د سر په یوې ضربې سره خپلې لوبډلې لپاره دوهم ګول ترسره کړه.

د لوبې دوهمه نیمايي کې ریال ماډرېډ د ګول ډیر فرصتونه برابر کړ چې یو له هغې سره د سرخیو راموس د سر ضربه وه چې د سیالې لوبډلې د ګول په پایه ولګیده.

د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې د وولفسبورګ د جریمې په محوطه کې خطا ترسره شوه چې کریسټیانو رونالډو وتوانید یوه غوره ضربې سره درییم ګول ترسره کړي.

په مجموعي ډول د ریال ماډرېډ د دوو لوبو د ګولونو شمیر ۳ او د وولفسبورګ د دوو لوبو د ګولونو شمیر ۲ شوې  او په دې ډول ریال ماډرېډ وتوانید د وولفسبورګ لوبډله له دغو سیالو دباندې او خپله پایلوبې ته ووځي.

په دغې لوبې کې درې ګولونو ترسره کولو سره د دې کال په سیالیو کې د کریسټیانو رونالډو د ګولونو شمیر ۱۶ ته ورسید. لوییز سوارز ۸ ګولونو وهلو سره له رونالډو څخه وروسته دوهم مقام خپل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x