افغانستان

عمران خان د افغان کډوالو په اړه افغان سفير ته ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): پاکستان لپاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي او اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال خيبرپښتونخوا کې افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو د ناوړه چلند په اړه د خيبرپښتونخوا واکمن انصاف غورځنګ مشر عمران سره ليدلي دي.

حضرت عمر زاخېلوال له عمران څخه غوښتنه کړې، چې د خپل حکومت چارواکو ته سپارښتنه وکړي، چې پوليس بايد خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال بې ځايه ونه ځوروي او دغو افغانانو سره بايد د اسلامي ارزښتونو او ګاونډيتوب د اصولو له مخې ښه چلند وکړي.

عمران خان د پوليسو له لوري د افغان کډوالو په ځورولو خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د خپل حکومت چارواکو او پوليسو ته به په دې اړه ځانګړې سپارښتنه وکړي، چې له افغانانو سره ښه چلند غوره کړي.

عمران خان وويل، موږ ټول پوهېږو، چې افغانانو د جګړو او کړاوونو له امله خپل هېواد پرېښی، «دلته پاکستان کې» د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي، په عمومي توګه افغانان په تاوتريخوالي کې لاس نه لري او ډېری يې خپل کاروبار کوي.

د انصاف غورځنګ مشر زياته کړه، چې حکومت به يې افغان کډوالو ته دغه ايالت کې د کار، سوداګرۍ او خوندي ژوند په برخه کې اړينه مرسته وکړي.

نوموړي افغان سفير ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې اوونۍ به اسلام اباد کې د خپل حکومت چارواکي او د پوليسو مشر راوغواړي او افغان کډوالو په اړه به د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې ايالتي چارواکو ته اړينې سپارښتنې وکړي.

عمران حضرت عمر زاخېلوال ته هم بلنه ورکړه، چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي او چارواکو سره خپلې اندېښنې مخامخ شريکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x