
منچسترسیټي، پاریسن جرمن ته ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووت
نن ټکي اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د اروپا اتلانو لیګ په منځلوبه د تګ او راتګ په مرحله کې منچستر سیټي د پاریسن جرمن په وړاندې لوبه ترسره کړه چې منچسترسیټي په دغې لوبې کې د پاریسن جرمن لوبډلې ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار وموند.
له دې څخه وړاندې د دغو دوو لوبډلو لوبه چې پارک دو پرنس لوبغالۍ کې ترسره شوې وه ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده چې له همدې امله دواړو لوبډلو هڅه کوله چې دغې لوبې ګټلو سره نیمه پایلوبې ته ووځي.
پاریسن جرمن لوبډلې د لوبې د پیل په شیبو کې غوره لوبه پیل کړه او د ګول وهلو کولو پیاوړې هڅې وکړې خو دغې هڅې کومه پایله نه لرله او دواړه لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي کې د ګول په وهلو بریالي نشول.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې توپ د منچسترسیټي په واک کې و او طوفاني حملې يي پیل کړې. که څه هم د دوهمې نیمايي په پیل کې منچسترسیټي د سیالې لوبډلې په ګول پرلپسې حملې وکړې خو د ګول په وهلو بریالی نشو.
له پرلپسې هڅو وروسته د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې کوین ده بروین وتوانید د منچسټرسیټي لپاره ګول ترسره کړي. له دغې ګول وروسته د پاریسن جرمن لوبډلې پیاوړي لوبغاړي هم پرلپسې حملې وکړې تر څو لوبه مساوي کړي خو بریالي نشول.
انګلستانۍ لوبډله منچسترسیټي وتوانید یوازې یو ګول په وهلو سره د پاریس لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته ووځي. د منچستر سیټي په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دغه لوبډله د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې.