افغانستان

ولسي جرګه کې يوه وکيل د کلیو او پراختیا وزیر ډبولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د کليو او پراختیا وزیر د يو وکيل تر ډبولو لاندې راغی.

نننۍ ناسته چې مشري يې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر په غاړه وه، د کلیو او پراختیا وزیر او وکیلانو تر منځ له لفظي توندۍ وروسته د ظاهر قدیر له واکه ووتله.

په ناسته کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د خپل مایک له بندېدو وروسته د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیر احمد دراني بريد وکړ او د فزيکي شخړې شور د پارلمان نوې ودانۍ پر سر واخیسته.

د کونړ د خلکو استازی سخي مشواڼی
د کونړ د خلکو استازی سخي مشواڼی

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان د شخړې د کرارۍ هڅه وکړه، خو په سختۍ يې د مشواڼي له لاسونو خپل ګرېوان خلاص کړ.

سخي مشواڼي د کليو او پراختيا وزیر په کونړ کې د ګڼو پروژو په غلا کې شريک باله، خو وزیر پخپلو وروستیو څرګندونو کې هغه پخپله د پروژو غل وباله.

د نور وکیلانو له مداخلې وروسته وضعه عادي شوه، خو په غونډه کې د ماليې وزیر د وکیلانو او وزیر تر منځ فزیکي شخړه د خپلې کابینې لپاره سپکاوی وباله.

اکلیل حکيمي پر ظاهر قدیر غږ وکړ چې د دوی د وزیر د سپکاوي پوښتنه دې وکړي.

په نننۍ ناسته کې ګڼو وکیلانو د جان کېرې پر څرګندونو تبصرې هم وکړې، چې شکېبا هاشمي په زغرده ګډ حکومت د امریکا اجیر او نوکر وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بل مشواڼی

والله چې دا د پیسو پر دښمني هم ډیره ترخه وي او هیڅ برید او سرحد نه پیژني.

بل مشواڼی

محمدربی آماج

حال یی تر دی بد تره!خړ سپۍ د لیوه وروردۍ! د مکار زاهد په قبر بد مستان سره ټول شوی ««»» انتقام له ژونده اخلی ، هدیره یی میخانه کړه.

تکسپینی

غدارانو ته الله تعالی دوه ګونی سزاګانی ورکوی یوه هم د افغانستان دپارلمان په ماڼی کی اوبله بیا ……………دوی د الله وشرموی زمکه یی هم ځان ته نه ورپریږدی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x