ټولنیزه برخه

اخلاقي کنايې

عبدالمالک همت

پټ په فصاحت په بلاغت په صراحت کي يم
رمزيم اشاره یم کنايه يم معما يمه

زه او ډاکټر صاحب نثار احمد صمد چي خدای دې پر عمر او قلم برکت کړي له ډېر پخوا څخه ډېر خواږه ياران يو. د بتکدو په هيواد هندوستان کي مو د کډوالۍ په وختو کي ډېر، په تېره د يکشنبې په ورځو کي خوارا ډېر سره ليدل، يو دبل کورونو ته به تلو او راتلو او د کندهاريانو په اصطلاح بانډارونه به مو کول. ښه سړی دی. پر اسلاميت او افغانيت ډېر ټينګ دی. په خبرو کي ډېر نرم دي، په مجلس يې څوک نه مړيږي او د ښو اخلاقو يوه ډېره ښه بېلګه باله سي.

د خدای (ج) کړه دي زه د خپل هيواد تودې غېږي ته راستون سوم، خو ډاکټر صاحب لا څو کلونه د هند په سوځندو ګرميو کي واوسېدی او بیا نصيب په کاناډا کي استوګن کړ.

په دې وروستيو ورځو کي افغانستان ته راغلی وو. نژدې يوه مياشت يې په کندهار کي تېره کړه. له کندهار څخه کابل ته د بېرته را ستنېدو پرمهال يې زما په کور کي نیمه ورځ د زړه خواله راسره وکړه. د ده د اخلاقي کنایې کتاب دوهم ټوک يې چي نوی خپور سوی دی راته هديه کړ.

ښکلی او خوندور کتاب دی. تر بېلو بېلو سرليکونو لاندي يې بېخي ډېری، خو لنډي- لنډي اخلاقي کنايې، رموزونه، اشارې او کوچنۍ کيسې، ورمونه او ډېر نور راوړي دي، په اصطلاح په کوزه کي يې سمندر ځای کړی دی.

پر کتاب باندي تر کره کتني خو ځکه تېرېږم چي يو خو ډېر وخت غواړي او بل خبره اوږدېږی او لکه چي پوهيږو په لوستونکو کي هم د اوږدو مقالو د لوستلو حوصله نه ده پاته.

هغه د ”خير الکلام ما قل ودل ولم يمل“ مقوله هم ده.

نو ښه داده چي د اخلاقو او کنايې په اړه څه لنډي خبري وکړو او بیا د کتاب له منځه يوه کنایه ولولو.

(الف) ”اخلاق“ لکه څنګه چي پوهيږو عربي لغت دی او د ”خُلُق“ جمع ده. د ”موسوعة الاخلاق الاسلامية“ د لومړي ټوک په ۵ مخ کي وايي: ”خُلُق“ د انسان د خوی، طبيعت، سجیې او عادت نوم دی.

امام راغب اصفهاني د ”المفردات في غريب القرآن“ په ۱۶۴ مخ کي ليکي:”خَلقُ او خُلُقُ “ په اصل کي دواړه يو دي ، لکه  شَرب او شُرب . خو ”خَلقُ “(د خلقت په معنا) هغو بڼو او اشکالو ته ځانکړی سوی دی چي په سترګو ليدل کيږي او ”خُلُقُ “ هغو ځواکونو او خويونو ته ځانګړی سوی دی چي په بصيرت سره درکيږي، معنا داچي د ”خُلُقُ “ لفظ د باطني قواوو او  عاداتو او خصايلو په معنا استعماليږي. لوی څښتن فرمايي:﴿ وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ (4)﴾ [القلم: ۶۸/ ۴]

ژباړه: او بې شکه ته (ای پيغمبره!) د لوړو اخلاقو څښتن يې (کوم چي په اړه يې قرآن دراستول سوی دی، نو هر څه چي په قرآن کي دي ته په بشپړه توګه په هغو متخلق، سمبال او پسوللی يې).

( ب ) ”کنايه“ هم عربي لغت دی، چي په پښتو ژبه کي هم مستعمل دی. د دې لغت معنا ده: پټ او په پوښ کي بې له تصريح خبري کول، يعني: چي وايي يو څه او مقصد يې بل څه وي. اما په بيان پوهنه کي هغه ترکيب يا جمله ده چي د ويونکي مراد د هغې ظاهري معنا نه وي، خو داسي قرينه هم نه وي چي موږ له ظاهري معنا(مکنی به)څخه باطني معنا(مکنی عنه) ته متوجه کوي. پر دې بنسټ کنايه د يوه داسي مطلب یادونه ده چي بل مطلب ځني اخيستل کېدای سي.

نامتو ایرانی ادب پوه عبدالحسين زرين کوب بیا د کنايې تعريف داسي کوي:” هر کله چي کلمه يا کلام (خبره) داسي بیان کړو چي پر لفظي او حقيقي معنا سربېره پټه او پوښلې معنا هم ولري او زموږ موخه هماغه دوهمه مجازي(پوښلې) معناوي، نو مو د کنايې له ادبي صنعت څخه ګټه اخيستې ده “.

البته کنايه پر څو ډولو وېشلې ده ، چي د بيان په کتابونو کي يې تفصيلات راغلي دی، که څوک په دې اړه زيات معلومات غواړي دغو کتابونو ته دي مراجعه وکړي.

ښه، معمولاً موږ انسانان خپل دننني احساسات په دوه ډوله بیانوو. لومړی په خبرو، دوهم په کړنو. خو کله ناکله له موږ څخه ځيني کسان بې له کوم قصد او غرضه په ناسنجيده خبرو سره هم خپلو خبرو او شخصيت ته تاوان رسوی او هم مخاطب زوروي او د ځان پر ضد يې راپاروي. چي داسي باید ونه سي.

موږ کولای سو چي په څه سوچ او دقت سره د شډلو، زوروونکو يا پاروونکو خبرو پرځای په نرمو، اخلاقي او په زړه پورو خبرو، لکه همدغو د ډاکټر صاحب صمد د ”اخلاقي کنايو“ غوندي خبري وکړو او خپل مخاطبان  – د هر ډول فکر خاوندان چي وي – تر  خپل مثبت اغېز لاندي راولو. هغه د چا خبره ”هم لعل بدست آيد وهم دل يار نرنجد“.

ډاکټر صاحب صمد ته دي خدای خير ورکړي چي په روانه پښتو ژبه يې د کنايې له ژانر څخه په ګټه اخيستنه په دوو زخيمو کتابونو کي ډول ډول اخلاقي څرګندوني هم ځينو خاصو خلکو ته کړي او هم يې عامو لوستونکو ته، څو ځانګړي کسان فکر پر وکړي اوعبرت ځني واخلي او عامو وګړو ته هم پند او هم د زړونو ټکور سي.

د ډاکټر صاحب له خولې د دغو کنايو د درېیم ټوک د ليکلو کار هم روان دی. خدای دي وکړي چي د هغه د ليکلو او خپرولو کار هم په خير او عافيت سره ترسره سي.

اوس راځئ د ډاکټر صاحب د دې اوسني خپاره سوي کتاب د ۲۵۲ مخ کنايې ته ځير، سو او عبرت ځني واخلو:

د یوې سندرغاړي کنسرټ په څو ورځو کي تمویلېږي، خو یو مسجد په څو کلونو کي هم نه ودانیږي!

سندرغاړي او ډماني تر دوبی او بیرته تر کابله بدرګه او نازول کېږي، خو دیني عالمان څوک په باک هم نه راوړي!

بد اخلاقۍ ته آزادي ویل او اخلاقي اصول پالني ته تعصب ویل کیږي!

له آرایشګاه څخه تر هوټل پوری سینګار کړې ناوې خلکو ته ښکاره کول روشنفکري ده، خو سَتر او پرده بېسوادي ده!

د الهي کتاب او سنت استدلال افراطیت او د غربي او شرقي ملحدینو پر نظریو اکتفا تمدن دئ!

دا ولي؟ دا ځکه چي دوی له لاري اوښتي او ګمراهان سوي دي. د دیموکراسۍ تر نوم لاندي سیکولریزم ترپي او خپروي.

نو که روحانیت ته سپکاوی، فحشا او بد اخلاقۍ ته بلنه، ډمان تقدیرول او علما سپکول، رقاصه ښځه پر پتمنو مېرمنو بهتره بلل، خاص او عام شخصیتونه ټکول او هغو ته بد ویل، نا اهله خلک اهل او اهل نا اهله ګڼل د بیان آزادي وي، نو الله پاک دي ژر تر ژره د دې بیان څخه دا آزادي تر ابد الابد پوري ورکه او سپکه کړي، آمین.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x