
خیبر پختونخوا: پولیس پاسپورټ او کارت لرونکي افغانان هم نیسي او زوروي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر خاص استازي حضرت عمر زاخیلوال ویلي وه چې په خیبرپختونخوا کې د افغانانو سره ښه سلوک نه کیږي، نوموړي د عمران خان سره هم لیدلي وه او عمران خان ورته ډاډ ورکړی وو چې د افغانانو سره به د ښه چلند لپاره جدي ګامونه پورته کوي.
نن ټکی آسیا ته د یوه افغان له لوري داسي اسناد لیږل شوي چې ښکاروي پولیس یوازي عام افغانان نه تنګوي بلکي هغه افغانان هم بندي خانو او خپلو قومندانیو ته بیايي چې مهاجر کارتونه لري او یا پاکستان ته یې په رسمي ویزه سفر کړی وي.
د روح الله په نامه یو ځوان چې د پاسپورټ، ویزې او سپیشل برانچ ورقي یې نن ټکی آسیا تر لاسه کړي، پرون د سه شنبې په ورځ د فقیر اباد تاڼې په سیمه کې د پولیسو له لوري ونیول شو، تر څه وخت بندي کولو وروسته په ۷۰۰ کالداري خوشي شو.





نن ټکی آسیا ته را لیږل شوي انځورونه ښيي، یو شمېر هغه افغانان هم د پولیسو په موټر کې کښېنول شوي وه، چې په پاکستان کې د اوسیدو جواز (مهاجر کارډ) یې لره، خو ځکه چې دغه افغانان د دفاع څوک نه لري، پولیس یې په یوه او بل نامه شکوي.
نن ټکی آسیا ته رسیدلي معلومات دا هم ښيي چې اکثره د پاسپورټ والا افغانان هم په یوه او بله بهانه د پولیسو له لوري یوازي د پیسو لپاره تنګول کیږی او پیسې ځیني اخیستل کیږي.
پاکستان د افغانانو لپاره د ناسور زخم دئ، زه خپله دوه ځلي کراچي ته تللی یم، هر ځل د پاکستان د تور مخو او مردارو پولیسو لخوا زورول سوی یم، خو هغوی هم ګرم نه دي، که زه د داسي یو هیواد وای چي نظام يې د خپل اتابعو ساتنه ورکړي، بیا به دوی داسي نه راسره کولای، زما د وطن دولتمردان خپله خراب دي.
که سم نظام وای له مردارو پاکستانیانو څخه به يې پوښتنه کړې وای چي ولي څوک چي پاسپورټ او قانوني وېزه لري، زوروئ!!!!