
دارګ او امریکا زرګري جنګ
امریکا په افغانستان ددایمي سلطې لپاره یوولس کاله خپل ټول پوځي ، تبلیغاتي ، سیاسي او اقتصادي زور وکاراوو ، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه ، دافغانستان موضوع دامریکایي دماغ لپاره په سردرد واوښته ، تردې چې امریکایي ستراتیژیستانو پریکړه وکړه ، چې له دې هیواد څخه دخپل مباشر یرغل لمن راټوله کړي او په ځای یې روزل شوي افغاني لاسپوڅي دواک په ګدۍ پریږدي .
خو افغان باتور ولس چې دخپلې خپلواکۍ په وړاندې پردي اوخپل غداران ډیر ښه پیژني ، لکه څرنګه چې یې پردي یرغلګر له خاورې وشړل همداسې ورته دیرغلګرو داخلي ارکوڼي او اجیران هم دمنلو وړ نه دي ، ځکه افغانان باور لري چې خړ سپی دلیوه ورور دی ، او چا چې یوولس کاله دستمګرو کفارو کاسې څټلي وي ، له هغوی څخه هم دخیر او استقلال ته د تعهد تمه نه شي کیدلای .
دامریکا د افغاني پاتي شونو په وړاندې دافغان مجاهد او غدار شناس اولس همدا حساس ذهنیت امریکا ته هم سرخوږی وراچولی ، چې څرنګه به وکړای شي ، خپلو ارګ میشتو افغاني لاسپوڅو ته هویت او حیثیت ورکړي ، ترڅو یې لږترلږه دیوه دمستقل لوري په حیث په افغان ذهنیت ومني .
متقابلا د حامدکرزی په مشرۍ دافغان غدارانو ټیم هم په دې هڅه کې دی ، چې له امریکا سره په ګډه دیولړ تبلیغاتي مانورونو په توسط خپل بایللی حیثیت اعاده کړي ، دخپلواکۍ او استقلال درلودلو نمایش وکړي ، او اولس ته وښيي ، چې دوی اوس هغه پروني ډالري غلامان نه دي ، بلکې دافغانستان ګټوته متعهد مستقل تصمیم نیوونکي دي .
دهمدې سناریو دتعمیل لپاره دا څه موده کیږي ، چې دحامدکرزي په مشرۍ ارګ میشتي له امریکا سره کټ مټ داسې د ناز ګبړې واروي ، لکه ډاکټر نجیب چې دشوروي یرغلګرو تر وتلو وروسته له شوروي سره همداسې غولوونکی زرګري جنګ شروع کړی وو ، د هغو روسانو دوتلو ورځ چې ډاکټر نجیب یې ۹ کاله په ټانګ سپور ګرځیده ، نوموړي دملي نجات ورځ ونوموله ، اوپه دې سره یې ظاهرا هڅه کوله ، چې افغان اولس تېر باسي او ځان ورته شوروي ضد معرفي کړي ، مګر افغانان چې وطن خرڅوونکي او دپردیوتاریخي غلامان له پوندو پیژني ، څوکاله وروسته یې داریانا په څلورلارې کې ډاکټر نجیب ته وښوده چې په تبلیغاتو او زرګري جنګ یې نه دي غولیدلي ، او دده پردي پال اصالت ور معلوم دی .
امریکا او حامدکرزی هم په دې وروستیو کې هڅه کوي ، دجعلي ناندریو ، نازونو او زرګري جنګونو په توسط افغان اولس ته وښيي ، چې نور امریکایي یرغل پای ته رسیدلی ، او دحامدکرزي په مشرۍ ارګ میشتو خپلواکي ګټلې ده ، چې دادی له امریکا سره دملي مسائلو په سر ناندرۍ وهي ، موضع نیسي ، او له امریکایانو سره له مستقل ادرس څخه چنې وهي .
په دې لړ کې خو دحامدکرزي ددفتر مشر کریم خرم په امریکا تور پورې کړ ، چې دافغانستان دتجزیې فکر لري ، او په ځواب کې یې دامریکا سفیر وویل چې کریم خرم غلط غږیدلی امریکا په متحد افغانستان باور لري .
داچې کریم خرم په مطبوعاتي مجال کې برید کوي ، او امریکایي سفیر یې دفاعیه او سپیناوی وړاندې کوي ، دواړه خواوې غواړي ، وښيي ، چې دادی موږ نور ترخپل منځ دبادار او غلام په موقف کې نه یو، بلکې له متساوي موقف څخه یوه بل ته مخاطب یو .
دا به شاید دامریکا او ارګ میشتو ساده ګانو فکر وي ، چې په دې ظاهري صحنه سازۍ سره خلک تیر باسي ، مګر هوښیاران پوهیږي چې څوک څوک دي .
هو ښیارانو ته معلومه ده ، چې کریم خرم څوک دی او دا لس کاله یې دچا په شکرو خوله خوږه ده ، هوښیارانو ته د ویکي لیکس هغه راپورونه هم معلوم دي ، چې دکریم خرم ددفتر خرچه دامریکا دترټولو بدنام سازمان له ډالري کڅوړو پوره کیږي ، که دهمدې خبرو په مهال کریم خرم تلاشي شوی وای ، شاید د کورتۍ له جیبه یې دهغې امریکا ډالر راختلي وای ، چې نوموړی یې ددښمنۍ مصنوعي لاپې وهي .
داچې دارګ او امریکا دمصنوعي تقابل په دې پړاو کې دواړه خواوې څه ادعاوې کوي ، او په مقابل کې یې کوم سپیناوی کیږي ، دومره مهمه ځکه نه ده ، چې دغه ناندرۍ واقعي نه دي ، بلکې یوازې ارګ میشتوته دهویت او حیثیت ورکولو په خاطر یوه امریکایي هڅه ده ، چې دواړه خواوې یې دلوبولو لپاره مختلفې مدعاوې رامخته کوي .
زموږ په باور ددې نوي تبلیغاتي څپې په اړه مهمه دا ده ، چې دمسئلې ماهیت درک کړل شي ، هیوادوال باید متوجه وي چې له لس کلن غلام څخه داستقلال تمه بې ځایه ده ، هوښیاران وایي (چې په اخور دې لوی شي دغاښ کتلو ته یې اړتیا نشته ) د حامدکرزي په مشرۍ دغه غلامان چې دنړۍ ترټولو له جابر یرغلګر سره زموږ دمؤمن اولس په وړاندې اشرباڼي وو ، یوولس کاله دیرغلګرو په اشاره ونڅیدل او دغلامۍ په دې دوره کې یې دخپل اولس او هیواد په وړاندې له هیڅ بې رحمۍ مخ ونه ګرځاوو ، دوی یوولس کاله د خپل اولس د قضاوت په ترازو کې پاته شوي ،اولس تللي دي ، اولس ازمویلي دي ، اولس ته یې دماهیت او سایکالوژۍ ټول اړخونه معلوم دي ، نوځکه اولس دا اړتیا نه ویني ، چې یوځل بیا یې غاښ وګوري ، یوځل یې وآزمویي او یوځل بیا یې په غولوونکو نمایشونو او تبلیغاتو غلط شي .
حامدکرزی ، رنګین سپنتا او کریم خرم به شاید له خپلو ولینعمتانو سره دلفاظۍ او زرګري جنګ داسې نور نمایشونه هم وکړي ، خو افغان بصیر اولس یې شاید په ځواب کې ووایي چې :
نجونو کې پټه پټه مه ځه
دظالم لورې زه دې پوندې پیژنمه