نظــر

خپل ځانونه مسوول وګڼئ!

احمد – کابل

فرض کړو چې یو کس په غره کې ژوند کوي او بې له دې چې ده ته د الله تعالی رسول ورشي، اسماني کتاب ور ورسیږي، یا دی ښارته راشي، یا له خلکو سره وویني او یا هم علماء کرام ورشي او ده ته د اسلام دعوت ورکړي، دی مړ شي، د اخرت په ورځ به الله تعالی له دغه کس سره څرنګه معامله وکړي؟

علماء کرام د دې پوښتنې په ځواب کې داسې وایي: دغه کس د اخرت په ورځ د الله تعالی په وړاندې پړ (ملامت) دی، ځکه الله تعالی دغه کس ته وايي چې ما ته اشرف د مخلوقاتو پیدا کړې، تاته مې په نورو حیواناتو قدر او برتري درکړه او تا ته مې د فکر کولو، د ښه او بد ترمنځ د توپیر کولو قدرت درکړ او ته مې مسوول پیدا کړی یې.

د حساب او کتاب ورځ راتلونکې ده او له ټولو سره بېل بېل حساب کیږي. رسول الله فرمایلي: که چېرته د اخرت په ورځ له ماسره الله تعالی احسان، شفقت او مرسته ونه کړي، زه له دې ډاریږم چې الله تعالی ته به څنګه ځواب ورکوم. داچې رسول الله د حساب له ورځې نه ویره لري. نو بیا یې موږ ولې و نه لرو، دا باید ومنو چې سخته ورځ راتلونکې ده او موږ ټول مسوول یاستو او باید د خپل مسوولیت احساس وکړو.

ملګرو کله چې کفارو د مسلمانانو په وړاندې په صلیبي جګړو کې هر اړخیزه ماته وخوړه او نور یې په ځانو کې د جګړې توان نه درلود، نو پدې سره راغونډ شول چې باید د اسلام په وړاندې له فکري جنګ (فکري استعمار) څخه کار واخلي، دوی د فکري استعمار په واسطه د اسلام په وړاندې خپل شوم اهداف پرمخ بیایي، شپه او ورځ یې ورته یوه کړېده او بې له شکه دوی یو موټي او په خپلو کارونو کې بریالي هم دي، دوی د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل پلویان په بېلابېلو ګروپونو وېشلي دي، هغه کسان چې عادي معاش لري په هره میاشت کې دغه استعماري کړۍ ته تقریباً ۳۹ کم او زیات ډالره ورکوي او هغه کسان چې تجاران او فیوډالان دي د هغوی او هغه هېوادونه چې غښتلی اقتصاد لري د هغوی معامله بېله ده، دوی تل کوښ کوي چې په ورو او په احتیاط سره قدم په قدم قدمونه واخلي. همدارنګه د دوی پلانونه د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو په وړاندې هم بېلابېل دي.

لومړی د لوړ اقتصاد لرونکو اسلامي هېوادونو لپاره: صلیبیان د دوی لپاره بېل پروګرامونه لري کوښښ کوي چې دوی په فحاشیو روږ دي کړي خپلې ښایسته نجونې د دوی په واک کې ورکوي، د دوی سرمایې په چل او فریب سره خپلو بانکونو ته وړي، مسلمانان دې ته هڅوي چې په کفري نړۍ کې پانګه اچونه وکړي، د نفاق اور ته لمن وهي او کوښښ کوي چې ټوټه، ټوټه یې کړي لکه اوس یې چې عربي نړۍ کړې ده او تل ورته د خپلو ملګرو په مټ ګواښونه ورکوي، ترڅو هغه اسلامي هېوادونه دې ته اړ شي چې د دوی فوځي حضور ومني او لګښت یې هم ورکړي لکه په خلیج کې یې چې ورکوي او داسې نور ډیر…

دوهم غریب اسلامي هېوادونه: فکري استعمار چې کله یو غریب اسلامي هېواد خپل هدف (ټارګېټ) وګرځوي، کوښښ کوي چې د بشري مرستو، بشري حقوقو، د ښځو د حقوقو او داسې نورو پروګرامونو په پلي کولو سره د کلي ملکان، قومي مشران او نور پرنفوسه خلک د مادیاتو په بدل کې خپل کړي، همدارنګه د قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو لپاره لمن وهي، ترڅو حالات فوځي یرغل ته برابر شي، کله چې د فوځي یرغل وخت ورسیږي، بیا دوی د بهانې په لټه وي ترڅو د نړیوالو سترګې پرې پټې کړي، وروسته له دې هغه کفري هېوادونه چې لوړ اقتصاد او په فوځي ډګر کې هم غښتلي دي، دغه هېوادونه چې د فکري استعمار سره په اقتصادي ډګر کې کلک ملاتړي دي فوځي ډګرته هم ډیر په اخلاص رادانګي لکه زموږ په ګران هېواد یې چې یرغل وکړ، په افغانستان د یرغل په وخت خپله صلیبیانو دا وویل موږ خپلې ټولې کیمیاوي اسلحې پرته له اټومي اسلحو پر افغانستان و ازمویلې او په خپل کار کې برایالي هم شولو. داچې صلیبیانو د کوچنیو اسلحو پر ځای د لوړې کچې اسلحو پر مټ پر افغانستان یرغل وکړ، پدې کې د زیاتو اهدافو درلودو ترڅنګ دا هم ول چې خپلې اسلحې وازمویي او بل داچې اسلامي نړۍ ته خپل زور وښیي. کله یې چې ګران هېواد تر خپل واک لاندې راوست، بیا دوي په ډیر سرعت سره خپل پاتې پروګرامونه پیل کړل لکه: تعلیمي نصاب، کلتور او داسې کارونه چې افغانستان باید تل نورو ته محتاج پاتې شي. اوس زموږ خارجي او داخلي سیاست، تعلیمي نصاب، کلتور او حاکمان په مکمل ډول سره د دوی تر واک لاندې دي، هر څه چې وغواړي هغه سرته رسوي.

سکندر مقدوني یو ښار په ډیرو کړاونو سره ونیو، له فتحې څخه وروسته یې له خپلو مشاورینو وپوښتل چې د دې خلکو په وړاندې کوم داسې عمل وکړم چې هم زما زړه پرې یخ شي او هم دوی د تل لپاره زما غلامان پاتې شي، یوه مشاور ورته وویل چې له سړو یې سر پرې کړه او له ښځو سره به یې زناوې وکړو، بل مشاور ورته وویل چې زه دغه مشوره نه منم او زما مشوره داده چې د دې ښار بې تعلیمه خلک په واک کړه، تعلیم یافته او هوښیار به یې د لاس لاندې وي تر عمره به ستا منندوی او ستا غلامان وي. سکندر دغه مشوره ومنله. دغه کیسه افلاطون چې د سکندر استاد دی نقل کړې ده.

هغه د سکندر د مشاور مشوره صلیبیانو اوس پر موږ عملي کړېده، د هېواد واکداران ټول غله، قاتلین او مفسدین دي چې هر افغان یې په وړاندې نفرت کوي. همدا وجه ده چې صلیبیان کومه پریکړه وکړي د هېواد واکداران یې په ډیر اخلاص مني لکه تېره ورځ چې جان کېري راغی او داسې خبرې یې وکړي چې د دوی غلامان هم ورته حیران شول همداسې نور ډیر…

زه فکر کوم چې نور باید افغانان داومني چې زموږ هيواد اشغال شوی، زموږ حکومت یو غلام حکومت دی. په غلامي کې دا حکومت د شاه شجاع له حکومت څخه هم یو څو قدمه وړاندې دی، هغه ځکه حې شاه شجاع په اخر کې دومره غیرت وکړ او ملت ته یې وویل چې زما سره واک نشته، ملته نوره ستاسې خوښه چې څه کوئ. ولې دغه غلام حکومت بیا هم ځان مستقل بولي او خوشاله هم دی چې جان کیري یې د حکومت موده غځوي.

دا ومنئ چې صلیبیانو زموږ په ټولنې، کورونو، زهنونو او فکرونو اغېزه کړيده ، باید دا ومنو چې د اسلام په وړاندې زموږه مینه کمه شوېده. دا ومنئ چې صلیب زموږ د دین دښمنان دي او دوی د اسلام د لمنځه وړلو لپاره ډیر خطرناک پروګرامونه لري.

د اسلام ستر لارښود رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمایلي: داسې وخت به راشي چې یو انسان به سهار مسلمان، ماښام به کافر شي، ماښام به مسلمان او سهار به کافر شي.

په بل حدیث شریف کې راځي: داسې وخت راتلونکی دی چې کفار به د اسلام د تخریب لپاره داسې سره را ټول شي، لکه وږي چې په دسترخوان را ټولیږي، سره له دې چې دوی به په خپل منځ کې زیاتې دښمنۍ هم لری یعنې هغه ټولې دښمنۍ به د اسلام د بربادۍ په خاطر شاته پریږدي. صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل: یا رسول! هغه وخت به مسلمانان کم وي؟ رسول الله – صلی الله عليه وسلم – ورته وفرمایل: نه مسلمانان به له اوس څخه ډیر زیات وي، ولې د کفارو تر اغېزې لاندې به وي. رسول الله زیاتوي هغه وخت به یوه ډیره ضعیفه، غریبه او بیچاره ډله چې خپله مسلمانان به هم ورته بد او رد، سپکې سپورې او ښکنځلي کوي دکفارو په وړاندې سر پورته کړي او دغې ناتوانې ډلې ته به الله تعالی د کفارو په وړاندې بری ورکړي.

دوستانو! راځئ په خپلو ایمانونو ووېریږو، په خپل ځان، او لاد، ټولنې او خپل هېواد رحم وکړو، که د صلیبیانو د شومو اهدافو په وړاندې د دریدو توان او زړه نه لرو، نو باید د دوی ډول ته څڼې وانچوو، د دوی منفي اهداف پټ نه کړو. او هغه سپېڅلي مجاهدین چې نن په ډیر عجز او ساده اسلحو سره د دوی په وړاندې خنډ شوي، ورسره مرسته او دعاء ورته وکړو.

دوستانو! نن د هېواد او نړۍ ټول علماء کرام د مجاهدینو حرکت د صلیب په وړاندې حق بولي او د اسلامي عقیدې له نظره د علماءکرامو اجماع په دریم مقام کې قرار لري، یعنې وروسته له قران او حدیث نه باید مسلمانان د علماء کرامو خبرې ومني او بیا علماء کرام د قران او نبوي حدیثو څخه بحث کوي، بې له شکه ان شاء الله د هېواد مجاهدین (طالبان) دا هغه ډله ده د کومې چې ذکر رسول الله – صلی الله عليه وسلم – کړی دی.

کله چې صلیبیانو په افغانستان بمبارۍ کولې، د دوی په خوله چې د هرې بمبارۍ لږښت په سلګونو زره ډالره دی، څه فکر کوی چې صلیب په یوه بمبارۍ کې په لسګونو زره ډالر مصرفوي ایا د مجاهدینو د بد نامه کولو لپاره ډالر نه مصرفوي؟ بې له شکه صلیبیانو نن د ډالرو پر مټ مجاهدینو ته ورته ډلې ټپلې جوړې کړې دي، ترڅو مجاهدین بدنامه او د ملت په وړاندې يې قدر کم کړي.

دوستانو! د حق د لارې پیروان شئ، خپل ځان او خپل دښمنان و پیژنئ، د حق د لاري له مجاهدینو سره یوځای شئ، مرستې ورسره وکړي، لایې هم وهڅوئ، که دا هم نه کوئ نو ښکنځلې خو مه ورته کوئ، دصلیبیانو خبرې چې طالبان د دین قسم خوړلي دښمان دي هغه خو مه تکراروی!، بې له شکه په دې کې د الله تعالی امتحان دی، راځئ په دې امتحان کې خپل ځانونه کامیابه کړو، دا معلومه خبره ده چې بری د الله تعالی او د هغه د نیکو بنده ګانو(مجاهدینو) دی. خپل ځانونه مسوول وګڼو دا ومنئ چې یوه ورځ د حساب لپاره د الله تعالی حضور ته ورځو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x