افغانستان

امریکا: د طالبانو د عملیاتو پر وړاندې د افغان عسکرو ملاتړي يو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو د اعلان په غبرګون کې امريکايي چارواکو ويلي چې دوی به د خپلو روزل شويو عسکرو تر شا ولاړ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د عمري عملیاتو اعلان یو تکراري کار بللی او ویلي يې دي چې کومه نوې خبره نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند مارک ټونر يوې خبرې غونډې ته ويلي چې دوی به د طالبانو پر وړاندې افغان عسکر نور هم وهڅوي.

امریکا د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو سره د ناټو تر چتر لاندې د «قاطع ماموریت» تر عنوان لاندې اعلان وکړ، چې نور به مخامخ جګړو کې برخه نه اخلي، بلکې افغان عسکر به تمویلوي او روزنه به ورکوي.

خو بیا هم د هلمند او کندوز په ګډون په ګڼو جګړه ښکېلو سیمو کې بهرني عسکر له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه جګړه پر مخ وړي.

د طالبانو د عملیاتو د اعلان په غبرګون کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هم ټټر وهلی و، چې پر وړاندې به يې خپل عسکر تیار اوسي.

طالبانو د خپلو عملیاتو د لومړۍ ورځې په جګړه کې په ګڼو سیمو کې د جګړې راپورونه ورکړل، چې په وينا يې د جوزجان اقچه، د کونړ دانګام او د کاپیسا تګاب يې لا هم تر محاصرې لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

وایی ، یوه ګیدړه د انګورو د ونی لاندی ولاړه وه انګور ښکته ځړیدلی مګر تر کیدړی پورته وو ، انګورته یی پورته پورته کتل ، چا ورته وویلی چه هسی پورته پورته ورته ګوری انګور ولی نه خوری ، ګیدړه چه په حیواناتو کی ډیره چالاکه او چلباز حیوان دی ، اصلی خبره یی ورته ونه کړه چه انګورو ته رسیږی ویل [ انګور تروه دی ] امریکا د هماغه ګیدړه له چلبازی او څومخی کار اخستی ، له یوی لسیزی زیاتی هلی ځلی یی وکړی تر لسو او شلو زرو زیات عسکر یی ووژل شو ، په تریلونو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x