افغانستان

د طالب ویاند په نامه رسنیو ته د لیږل شوي ایمیل یوه بیلګه، او د قاري یوسف تردید

نن ټکی آسیا: د روژې د اولي ورځي راهیسي د طالبانو د ویاند په نامه رسنیو ته لیکونه لیږل کیږي، او په کښي ویل کیږي چي طالبان د روژې میاشتي په احترام اوربند اعلانوي، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د لومړی ورځي راهیسي دغه څرګندوني ردوي، او وايي چي د روژې میاشت د جهاد میاشت ده، او د نومړي په وینا زمونږ مجاهدین به په دغه میاشت کي خپل عملیات لا زیات کړي، ځکه چي دا میاشت د قربانۍ او سرښندني میاشت ده، او په دې میاشت کي مسلمانانو ډیر فتوحات حاصل کړي دي.

قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته نن ورځ (شنبه 7/20/2013) لاندي ایمیل را ولیږه، چي په هغه کي د هغه ایمیل یوه بیلګه هم وه، چي دنوموړي په نامه رسنیو ته لیږل شوی، اوده رد کړی، او یوې تخنیکي غلطۍ ته په اشاره وایی چي نوموړي رسنیو ته د دغي ساحې په اړه بیخي راپور نه ورکوي، او د مسؤولیت سیمه یی نه ده، ځکه چي دا سیمه د ذبیح الله مجاهد پوري اړه لري، او هغه ددغي سیمي راپورنه او خبرونه رسنیو ته لیږي.

باید وویل شي چي تیره ورځ په لوګر کي د ایساف په مرکز کي کارکونکي اته تنه مزدوران وژل شوي وه، چي په اړه یې ذبیح الله مجاهد ویلي وه چي دی هم د پيښي څخه خبر شوی، خو بشپړ معلومات تر اوسه نه لري.

د قاري یوسف تر څرګندونو وروسته جعلي ایمیل ادرس او جعلي لیک مل دی:


دا کښته لیک زما په نوم زما دنوم له ادرس نه چي جعلي جوړ شوی وتاسو یانورو ته لیږل شوی حال داچي زما دمسئولیت سیمه هم نده زه یې تردیدوم او دا ددښمن دناکامو هڅودیوه نه شلیدنکې لړۍیوه کړۍ ده باید ورباندي باور ونکړل شي زما ادرس همدغه ده چي زه وخت په وخت تاسو ته مواد دراستوم هیله کوم تاسو ورته اعتبار ورنکړۍ ————————————-
———- Forwarded message ———-
From: Qari Ahmadi <qyaahmadi3113@gmail.com>;
Date: Thu, 18 Jul 2013 13:52:54 +0000
Subject: پـه لـوګـر کـې اتـه کـارګـروژل شـوې
To:

درنو مجاهدینو،  زه په لوګر کې د یوې پیښې نه خبر شوم چې نن ګهیځ ګاونډی ایجنټانو
زمونږ په ساحه کې په عملیاتو لاس پورې کړې دی.  لکه څنګه چې زه اوس خبر یم، د
اتو عادي ملکي وګړو د ګاډی مخه نیول شوې وه او وګړي ترې ‍څیرل شوي ول او بیا
وژل شوي دي. دا د افغانستان ځامن، د سرکه په تړلو سترګو او لاسونو بیول شوي ول
او بیا یو د بل پسې په ډیره وحشي توګه  وژل شوي دي. تاسې ښه پوهیږئ چې رښتني
مجاهدین د اسلام دښمنانو لپاره داسې قضاوت نکوي.  دا ورونه مو د هغو
ګاونډیایجنټانو له خوا وژل شوي دي، څوک چې یواځې زمونږ ګران افغانستان
سره خپله
دښمني ښکاره کوي.  دوې به دا څرګندوي چې هغوئ زمونږ په لیک عملیات تر سره کوي،
مګر دا د افغانستان د اسلامي امارت عمل نه دی.  یواځې بهرنې خاماران به په
داسې ظالمه توګه وژنې وکړي او د روژې د مبارکې میاشت او د اوربند د فرمان
سپکاوې به وکړي.

درنو مسلمانانو وروڼو، په پام ولرې چې دا یو منظور شوې برید نه وه،  او نور
ورته بریدونه د رهبري شوری د اوربند د فرمان څخه سرغړونه شمیرل کیږي.

مونږ بریالیتوب ته نږدې یو او اوس د هغو بهرنيانو له خوا ضربه خرو څوک چې د
افغانستان اسلامي امارت د نوم څخه ناوړه ګته پورته کوي.

وسلام

قاري محمد یوسف احمدي

د قاري یوسف اصلي ایمیل ادرس: qyaahmadi313@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x