نړۍ

ګارډين: اروپا کې زرګونه کډوال ماشومان ورک شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): له لندنه خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د منځني ختيځ، افغانستان او افريقا له جګړو د تښتېدلو کورنيو زرګونه ماشومان په اروپا کې ورک شوي دي.

ګارډين د المان کورنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ليکلي، چې د دوی د معلوماتو له مخې يوازې تېر کال راهيسې په دغه هېواد کې له شپږ زرو زيات ماشومان ورک شوي او دوی داسې اندېښنې لري، چې دغه ماشومان به د مجرمينو او انساني قاچاق وړونکو ډلو لاسو ته ورغلي وي.

د المان کورنيو چارو وزارت زياتوي، چې، د دغو ماشومانو ډېری يې له سوريې، افغانستان، ايريتيريا، المغرب او الجزاير څخه راغلي او له پنځه سوو زيات يې له څوارلس کلنۍ کم دي.

د ګارډين په وينا، د ورکو شوو ماشومانو باوري شمېر لا هم نه دی معلوم او نه اروپايي چارواکو سره د دغو ماشومانو کره شمېر ثبت دی.

ورځپاڼې ليکلي، چې کېدای شي ګڼ ورک شوي ماشومان د غلو او مجرمينو لاسونو ته غورځېدلي وي، زرګونو ماشومانو د پوليسو له لوري د نيول کېدو له وېرې خپل ځانونه هم نه دي ثبت کړي او دغې ستونزه د ټولې اروپا په کچه اندېښنې راپارولي دي.

الماني چارواکي هم وايي، چې د زرګونو ماشومانو د ورکېدو موضوع د اندېښنې وړ ده او په دې اړه د اروپايي هېوادونو همغږي هم نه شته.

ګارډين د راپور په پای کې ليکلي، چې د ټولې اروپا په کچه نږدې لس زره ماشومان ورک شوي او چارواکي دا اندېښنه لري، چې ډېری دغه ماشومان به د مافيايي کړيو او غلو لاسته ورغلي وي او کېدای شي په راتلونکي وخت کې د اروپا امنيت لپاره ګواښ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x