ورزش

یوسین بولټ: راتلوونکی المپیک څخه وروسته استعفا کوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): کله چې د اولمپیک په لوبغالیو کې د لنډو فاصلو د ځغاستې د سیالیو خبره وي یوسین بولټ بیا په دغه برخه کې ځانګړی شهرت او وړتیا لري.

یوسین بولټ د ۱۰۰ او ۲۰۰ مترو ځغاستې سیالیو کې د ټولې نړۍ د خوښې لوبغاړی دی. نوموړی په نړۍ کې د تر ټولو چټک انسان ریکارډ جوړ کړی او په  څو څو ځله يي خپل جوړ شوی ریکاډ مات کړی.

د ESPN د راپور پر بنسټ یوسین بولټ چې یوازینی لوبغاړی دی چې په پرلپسې ډول په دوه المپیک کې يي د ۱۰۰ او ۲۰۰ متره ځغاستې سیالۍ ګټلې وايي چې له راتلوونکی المپیک څخه وروسته استعفا کوي.

یوسین بولټ ESPN ته وویل:« څلور کاله نور تیرول به زما لپاره ډیر زیات سخت وي. که چیرې زه وغواړم په ریو (Rio) ښار کې ترسره کیدوونکی المپیک کې کومه ستره لاسته راوړنه ولرم بیا هم ځانته انګیزه نشم ورکولی.»

یوسین بولټ وايي چې په ۲۰۱۷ زیږیدیز کال کې د لندن له نړیوالو سیالیو څخه وروسته به استعفا وکړي. نوموړی ویلی چې د نوموړی سپانسر ورته ویلی چې تر راتلوونکی کال پورې باید ادامه ورکړي.

یوسین بولټ د لومړی ځل لپاره د پکن په المپیک کې ګډون کولو سره نړیوال شهرت ترلاسه کړ. نوموړی وتوانید د دغې المپیک په ۱۰۰ او ۲۰۰ مترو ځغاستې سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټي.

نوموړی زیاته کړه:« زما تر ټولو ستره هیله دا ده چې یو ځل بیا په المپیک کې د سرو زرو درې مډالونه وګټم. زه په همدې تمرکز کوم او همدغه زما غوښتنه ده. دغه زما موخه او زما خوب دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x