نړۍ

اردن د اخوان المسلمین مرکزي دفتر تړلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): اردن په پلازمنیه عمان کې د اخوان المسلمین ګوند مرکزي دفتر تړلی او دغه ګوند یې په اردن کې نور غیر قانوني اعلان کړی دی.

د اردن په محکمه کې د عبدالقدیر الخاطب په نامه د اخوان المسلمین ګوند وکیل ویلي چې نن امنیتي ځواکونه ددغه ګوند مرکزي دفتر ته راغله، په دفتر کې دننه تلاشي وکړه او بیا یې دروازه ورته په رسمي توګه وتړله.

نوموړي وویل چې په اردن کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو تر مخه په داسي یو عمل لاس پوري کول ښکاره ثبوت دی چې پر حکومت واکمنه کړۍ نه غواړي اخوان المسلمین په راتلونکو ټاکنو کې کوم رول ولري.

ځینو امنیتي سرچینو خبریالانو ته ویلي چې اخوان المسلمین ګوند په اردن کې هیڅ قانوني حیثیت نه لري، ددغه ګوند د سیاسي فعالیت لایسنس د حکومت له اړخه نه دی اجرا شوی، ځکه نو دوی نور د فعالیت حق نه لري.

اخوان المسلمین په اردن کې پراخ حضور لري او ددغه هیواد دیني طبقه تر ډېره د همدې ګوند سره تړاو لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x