نړۍ

د مرسي له ګوښه کیدلو نه مخکې د موساد مشر اماراتو ته په پټ سفر تللی وه

mosad

د (هاآرتس) په نامه یوې اسرائیلي ورځپاڼې لیکلي چې د اسرائیل د استخباراتو مشر (تامیر باردو) څو اونۍ مخکې متحده عرب اماراتو ته پټ سفر کړی وه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د موساد مشر د متحده عرب امارات د امنیتي سلاکار (محمد دحلان) او نورو امنیتي چارواکو سره ملاقاتونه درلودل.

د ورځپاڼې په وینا دواړو خواوو د منځني ختیځ او په ځانګړي ډول د مصر په حالاتو خبرې اترې وکړې، او د امنیت په برخه کې په خپلمنځي همکارۍ وغږیدل.

ورځپاڼه وايي چې دا پټ ملاقات د روان میلادي کال د می په ۲۰ تاریخ په دبۍ کې ترسره شوی وه.

ورځپاڼې لیکلي چې دواړه لوري په مصر او ترکیه کې د روانو مظاهرو د مرستې او تشویق په لارو چارو هم وغږیدل.

اسرائیلو تر اوسه پورې د هاآرتس د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د موساد مشر (باردو) څو میاشتې وړاندې په قاهره کې د عبدالفتاح سیسي سره کتلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x