شعـــــرونه

غزل: محمد برات سباوون

محمد برات سباوون

ازادۍ ډیر لیوني درپسې مات شول
ډیر په شرنګ لکه بنګړي درپسې مات شول

د وطن غرونو ته بیا ستا راتلل غواړي
دا دغرونو غرڅني درپسې مات شول

د مجنون په څیر مئین ستا په دیدار دي
لیلا واړه زلمکي درپسې مات شول

د سرونو په قیمت باندې دې غواړي
ځکه ډیر ډیر قیمتي درپسې مات شول

د میرویس او د احمد په لار روان دي
د خوشال بابا لمسي درپسې مات شول

قربانۍ مو دې ورکړي په دې لار کې
هم مو ځان هم مو تندي درپسي مات شول

د ازاد افغانستان په هیله هیله
ډیر د سرو زرو غمي در پسې مات شول

ځان به ځار په دې ارمان هم”سباوون”کړم
لکه ډیرچې میړني درپسې مات شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x