fbpx

ښځه دې ښځه شي!

دادمحمد ناوک

یو وخت کې افريقايانو ښځې له ځناورو سره یو ډول ګڼلې او د دې لپاره چې خپلې دغې مفکورې ته يې عملي جامې اغوستې وي، دوی له له ځناورو سره یو ځای د ځمکې قلبه کولو ته اړ ویستلې، چينایانو به پخوا غلامان او ښځينه خدمتګارانې د یو چارواکي له مړي سره ځکه ژوندۍ خښولې چې په قبر کې يې خدمت وکړي، بودا به ويل چې ښځه د نارينه کمزورې ده، که غواړئ تقوادار واوسئ نو له ښځې لرې اوسئ، ولټر به د خپلې یارې په اړه ویل: هغه ښه انسان دی، خو یو عیب لري هغه دا چې ښځه ده، تر میلاد وړاندې يې په اړه کنفرانس دایر شو چې ښځه انسان دی کنه؟ له بحثونو وروسته وویل شول چې انسان دی، خو د نارینه د خدمت لپاره، په عراق کې تر اسلام وړاندې هرې ښځې بايد د « زهري» بوتخانه کې له پردي سړي سره اړیکه ټینګه کړې وای، دا يې د تقدس راز باله، چې ځينې به د خپلې بدرنګۍ په خاطر په دې نه توانېدلې چې له کوم نارینه سره اړیکه ونیسي، په کلونو کلونو به په بوتخانه کې په تمه ناستې وې، هندوانو د خپل قانون له مخې چې ځينې لا اوس هم ورته ژمن دي، ښځه د مېړه له مرګ وروسته له هغه سره ځکه ژوندۍ په اور کې سوځوله چې له مېړه وروسته يې پر بدن د بل چا لاس ونه لګېږي.

دا هر څه ځکه کېدل چې نارينه نسبت ښځې ته له فزيکي اړخه زورور و، دې زور دا جرئت ورکړی و، چې په اوسنۍ اصطلاح « مرد سالاري» وکړي، له همدې موقفه په ګټې ښځې هم دا تصور کړی و، چې دا طبیعي ده، چې باید نر ته تابع او هر ډول ظلم يې ترحم توجيه کړي، پر دې سربېره له ښځې په ټولنیز ژوند کې د کومې هڅې تمه نه کېده، له فزيکي اړخه کمزورې بلل کېده، په جنسي برخه کې نر دا تر ځان ډېره اړه ګڼله او په څنګ کې ښځې ته دا موقع هم نه ور کول کېده چې په ټولنیز ژوند کې خپل اغېز ثابت کړي. سره له دې چې ښځه یوه مور، خور یا هم مېرمن وه، خو د وخت انسان د دې پر ځای چې د اولاد روزنه د یوې مور یوه ښه ځانګړنه او په انساني ټولنه کې د لوی رول په توګه ومني داسې يې انګېرله چې مور د زوی، خور د ورور او مېرمن د مېړه نوکره ده، د نوکرۍ دې تصور د نارینه نر موقف ته لا توجیهات برابرول او په ټوله کې دا ډول تصور و، چې ښځه له نر سره اصلاً د پرتلې وړ نه ده.

که څه هم زموږ اوسني لیکوال پخپلو لیکنو او ادبیاتو کې هڅه کوي ډیموکراسي د نړۍ د رژيمونو د چلاو یو نوی سیستم معرفي کړي، خو دا سیستم تر میلاد وړاندې زېږېدلی او پر انسان د حکمرانۍ لپاره ازموييل شوی دی، ځکه خو موږ دعوه کو چې اسلام د یو رژیم او په ټوله کې د انساني ټولنې د پرمختګ، هوسا ژوند او ښو اړیکو لپاره تر ټولو نوی او ګټور سیستم دی، دا دعوه د ښځو په برخه کې هم موږ په زغرده کولی شو، په اوس وخت کې د مجسمو جوړول، یا د کوم نېک انسان د مرګ او زوکړې په ورځ غونډې او د هغوی د عکسونو پرلپسې خپراوی، دا په راګوته کوي چې انسان دا عادت لري چې په انساني ټولنه کې مثبت رول ترسره کوونکي تر ډېره پاتې او د نورو لپاره نمونه شي. مګر اسلام د ښځې لپاره د ژوندي پاتې کېدو او یادګار په ډول بې سارې نمونه لري، هر کال میلیونونه مسلمان د صفا او مروا تر منځ ځکه منډې وهي، چې دلته د يوې ښځې قدمونه اېښودل شوي، هغې د خپل زوی د اوبه کولو لپاره دلته منډه اخیستې او دا منډه تر هغو چې اسلام په دنیا کې وي، ترسره کېږي، دا د ښځې لپاره د اسلام یو بې نمونې یادګار دی، پر دې سربېره اسلام ښځې ته هغه موقف ورکړ چې وړاندې يې تصور هم نه کېده، په اسلام کې لومړنی مسلمان کس یوه ښځه ده، لومړنۍ شهیده یوه ښځه ده او د اسلام د داعي صلی الله علیه وسلم لومړنی همکار یوه ښځه ده، لومړۍ تکیه يې يوه ښځه ده، لومړی راز دار يې يوه ښځه ده، اسلام ښځه مور کړه، ښځه يې خور کړه او ښځه يې مېرمن کړه!

وړاندې تر دې هم، یا اوس هم په غیر اسلامي ټولنو کې د خور، مور او مېرمنې تصور شته، خو په هغه ډول چې اسلام يې معرفي کوي، هغوی ورته ژمن نه دي، اسلام ان جنت د مور تر پښو لاندې بولي، که پېغله په عفت کې مړه شي شهیده يې بولي او که ښځه د مېړه لپاره مسکۍ شي ثواب دی. خو دا چې په اوس وخت کې مسلمانان له ښځې سره د ټاکلي اسلامي چلند عملي مثال نه شي وړاندې کولی، یو دلیل يې دا هم دی چې موږ دین هم په رواجونو کې قید کړی دی.

په هېواد کې د حاکم ذهنیت یوه زېږنده دا هم ده، چې ښځه يې له نر سره د ډغرې لپاره وپاروله، ښځو هم د دې پر ځای چې د ښځینه توب د اثبات لپاره هڅه وکړي، کوشش کوي چې له نر سره د مساويتوب شعار ته پوښښ ورکړي، چې دلته په لوی لاس خپل ارزښت را ټيټوي، زموږ په ټولنه کې له ښځو سره چلند چې له اسلام سره يې خورا فاصله لرله د دې سبب شوه، چې ښځې د را وارد شويو مفکرو غېږو ته ځان ور غورځاوه او له هماغه ادرس، عینکو او لید څخه غواړي زموږ په ټولنه کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړي. دوی تر ټولو مشهور شعار دا ګرځولی چې له ښځې سره به تبعیض يا يې پر وړاندې تاوتریخوالی هغه وخت را ټيټ شي، چې دوی د ژوند په ټولو برخو کې له نر سره مساوي وبلل شي، خو دا مناسبه ځکه نه ده چې ښځه باید د خپل حق، خپل وجود ښه ثابتولو او په ټولنه کې د فعالیت لپاره نر باید معیار ونه نیسي، اصلاً پخوانیو مرد سالاریو ښځې ته دا ذهن ورکړی، چې که دوی هم د ژوند په هره برخه کې لکه نر داسې فعالیت وکړي، د ارام سا به واخلي؛ په داسې حال کې چې ښځه هم انسان او نر هم انسان دی.

د دې دواړو انسانانو موجودیت د یو بل اړتیا ده، په تخلیقي ډول د دوی دواړو په فزیکي جوړښت کې توپیر دی، په ذهني فعالیت کې يې توپیر او په طبيعي مسوولیتونو کې يې هم توپیر ليدل کېږي، ځکه خو که ښځه دا دعوه کوي چې زه باید نر شم، نو یوې پښتنې مېرمنې ته به چې د ښځينه مبارزو له ډلې هم وي، دا سخته وي، چې د پښتانه نر غوندې لونګۍ په سر کړي، واسکټ واغوندې او د نصواورو قوتي ته لاس کړي، که يې له دې سرسري پرتلې وړاندې تېر شو، یوه ښځه به په مشکله مني چې د اوسني نر ټولې ځانګړنې دې د ځان کړي، خو په څنګ کې ورسره د مساویتوب شعار هم بدرګه کوي، ما نورو لیکنو کې هم ویلي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو د ښځې پر نازک وجود د وژونکې وسلې دروند بار د هغې د مساویتوب، یا له نر سره د یو ډول توب په مانا نه؛ بلکې په حق کې يې پوره زیاتی دی. په اسلامي جریانونو کې هم ښځو د نرانو په څنګ کې په جګړو کې برخه اخیستې، خو اسلام تر مادي تیاري د اخلاقي تیاري ډېر تاکيد کړی او همدا تاکید و، چې د هیڅ ډول اخلاقي ښويېدنې وېره نه وه.

موږ چې تر څو له اخلاقي اړخه پرمختګ ونه کړو، په وچ زور را باندې تپل شوی مادي پرمختګ د لږ ګټې تر څنګ ډېر تاوان هم لري، نن مې یو تصویر تر مخ تېر شو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځينه کارکوونو لپاره د هغوی د اولاد پيدا کېدو په موده کې يې رخصتۍ لیکلې وې، د ښځينه وو میاشتني مرضونه، د اولاد په ګېډه ساتل، له پیدا کېدو وروسته د هغه روزل پخپله پر دې دلالت کوي چې د ښځې له نرسره په اداري، پوځي یا د ژوند په هره او ټولو برخو کې د مساویتوب غږ ګټور نه دی. دوی د دې پر ځای چې د مساويتوب شعار پورته کړي، ښه به دا وي چې د عدالت شعار را کلک کړي چې ښځې ته د ښځې او نر ته د نر حقوق ورکړل شي، د نر حقونه پر ښځه تپل او د ښځې ځانګړنې نر ته ورکول مناسب نه دي، زموږ ښځينه مبارزې به هغه وخت رښتیا هم د ځان لپاره لګیا وي، چې د ښځينه توب شعار را اوچت کړي او پر نر دا ومني چې دوی انسانان دي او ښځينه انسانان، نه دا چې ښځې دي خو نر کېدل غواړي؛ دا نظريه پخپله نر پخپل نرتوب باوري کوي او انګېري چې په دې ګډ ژوند کې زه ځکه ښه یم چې ښځه هم زما غوندې کېدل غواړي.

په ټوله کې ښځې ته د هغې پر ښځينه توب اعتراف یا هم نر پر دې باوري کول چې ښځه يې مزدوره نه؛ بلکې د ژوند همکار ده، د یو حاکمیت تر سیوري لاندې کېدای شي، د داسې حاکمیت چې قوانین يې رڼه او د اوسنيو انسانانو له بدلېدونکو فکرونو ګوښه وي، په داسې وخت کې به ټولنیز معیارونه د رواجونو پر اساس نه؛ بلکې د رڼو روایاتو له مخې ټاکل کېږي او بیا به د ښځې او نر تر منځ د بادارۍ او غلامۍ تصور نه وي.

۱۳۹۵-۱-۲۵کابل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د