نظــر

موږ او ښکېلاکګران

عبدالمالک همت

زموږ او ښکېلاکګرانو موخي څرګندي دي. موږ غواړو چي آزاد او خپلواک واوسو، داسي چي جان کيري موږ ته دسترخوان په پښه راونه ښيي او د دود په خلاف زموږ په يوه هيواد کي زموږ پر سر واکمني زموږ د مشرانو په نامه دوو تنو او د دوی پرکټيانو ته ونه وېشي او د واک د مودي اوږدېده يې زموږ په لاس وي، نه د جان کيري يا اوباماپه لاس. موږ غواړو چي په خپل ټاټوبي کي مو عزت او پت وساتل سي او نور پر موږ د واک چلولو څخه لاس واخلي او په دې يوويشتمه پېړۍ کي داسي زبون، بلواکي او بې آبه منفور مشران ونه لرو، لکه عين او غين.

موږ غواړو چي زموږ د هیواد ټولي شتمنۍ زموږ وي او نور یې واک او اختیار ونه لري. موږ نه غواړو چي زموږ د هیواد حکومتي نظام، قوانین او دولتي چارواکي د نورو په خوښه راته وټاکل سي.

موږ نه غواړو چي زموږ هیوادوال په یوه او بل نامه په خپله یا په موږ ووژني، یا یې خوار، سپک او بې وزلي کړي او د يوې ګولې ډوډۍ يا خونديتوب په هيله د ”يا مرګ يا جرمني“ شعار ورکړي، خپل محبوب ټاټوبی پرېږدي او بالاخره يا په سمندرونو کي ډوب سي او يا په پردو ملکونو کي لالهانده ګرځي او پای يې بېرته پسي راواخلي.

موږ نه غواړو چي زموږ هیواد د پردیو لخوا او یا د پردیو په دسیسو او پر موږ باندي د تپل سوو نا اهلو، جاسوسو، پردي پالو ، بې همتو او ټيټو چارواکو د ناپوهۍ، خودکامه ګۍ او پردي پالني له امله وران ويجاړ او په ټوله نړۍ کي سره نيڅۍ سي.

موږ نه غواړو چي د پردیو لاس ته اړ واوسو او له پیاده نيولې تر ولسمشره مو معاشونه غليمان راکړي.
موږ غواړو چي زموږ د هیواد د هر ګوټ وګړي، په هر قوم چي اړه ولري او په هره ژبه چي خبري کوي يو موټي مسلمان افغانان اوسي او د ښکیلاک له لومو او چل ول څخه آزاد، سرلوړی او د عزت ژوند ولري.

زموږ ولس نور راویښ سوی دی، د ګران هیواد افغانستان رشتیني بچیان ټول غواړی چي په خپل ګران ټاټوبي کي د خپلي خوښي سره سم ژوند وکړي، نه د پردو او د هغو د ګوډاګیانو د خوښي سره سم.

زموږ څه له پاسه دېرش ، پنځه دېرش میلیونو وګړو پتېیلې ده چي د نړۍ په وګړو کي داسي رامنځته سي او تبارز وکړي چي د سیالانو سره سیال وي. د نړۍ په ولسونو کي خپل ځای ولري. د آزادۍ، خپلواکۍ او انساني نوي، عصري او مدني ژوند څخه ګټه واخلي. یو هیواد ، یو ملت، یو حکومت، يو مشر، یو پوځ او یو سیاست ولري او د افغان په يوه وياړلي نامه ياد سي. نه په ډول ډول نومونو، په تېره بیا د توپکيانو او اربکیانو په کرکجنو او خواګرځنو نومو! يا د کندهار د وېش لغړيان او نور لنډغر د ګرګين او د سقاو د زوی دورې را باندي تکرار کړي.

افغان که په کابل کي وي، که په کندهار کي، که په ننګرهار کي وي ، که په مزار کي، په هرات کي وي، که په کوټه، پېښور او سوات کي یو افغان او یو واحد ملت دی.

خدای یې یو دی، پیغمبر یې یو دی، قرآن یې یو دی، دین یې یو دی، هیواد یې یو دی، او هڅوب(فرهنګ) یې یو دی. له دې امله يې لار یوه او مقصد یې یو دی، او هغه دا چي خپلواک به وي، افغان به وي، د افغان په نامه به راپاڅي او حق لري چي یو ملت واوسي.

دادي زموږ موخي؛ موږ هر څه لرو، پر ځمکه سربېره او تر هغې لاندي شتمنۍ لرو، د کار ښه استعدادونه لرو، پوهه لرو، د پوهي د تر لاسه کولو ښه وړتیا لرو او غواړو او هوډ مو کړی چي دا ټول د خپل هیواد د ودانۍ او سمسورتیا او د خپلو هیوادوالو د هوسایۍ او سوکالۍ په لار کي په کار واچوو. هو! د یرغلګرو لاسپوڅو ته وايو چي تر دې به لاشرمېږئ ؟ تاسي چي د جان کيري د دې وروستۍ بې شرمانه او لڅي او رسوا لاسوهني په باب خبري کوئ آيا په رشتيا يې کوئ، که مازي د اوړو پوزي ځانونو ته ايږدي او که له خپلو بادارانو څخه حق السکوت غواړئ؟

که تاسي رشتيا واياست، نو په خبرو يا د چا خبره د عصمت قانع په …. هيڅ نه کيږي. دا د حاجي ميرويس خان رحمة الله عليه غوندي جرئت مندانه تکل غواړي، هو ! دا کار د وزير اکبر خان مړانه او د ملامشک عالم او د ده غوندي نورو غازيانو غوندي مرد ميدان مشران غواړي.

موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو، له ویاړه ډک فرهنګ او دودونه لرو، تېر برم مو ډېر ځلاند دی، بت ماتنی محمود غزنوي، د توري او تدبیر څښتن حاجي میر خان هوتکي، مرېټی وهونکی احمدشاه ابدالی او نور بې شمیره ملي اتلان لرو. حق لرو چي نړیوال، په تېره ګاونډي هيوادونه مو دا تير مهال یو ځل بیا وویني او په ټینګه مو پتېیلې ده چي د اوس مهال د غوښتنو سره سم خپل تېر مهال یو ځل بیا راژوندی کړو. په هغه صورت کي که چا ښه راسره کړۍ وه، ښه به ورسره کوو او که یې بد راسره کړي وه، بد به ورسره کوو. هو! موږ مسلمانان یو، موږ پر انسانیت، نړیوالو آرونو، انساني ورورولۍ او د وګرو تر منځ پر برابرۍ باور لرو او د قرآن د لارښوونو له مخي په دې ګروهه (عقیده) یو چي لوی څښتن جل جلاله وګړي د دې لپاره پیدا کړي دي چي دا ځمکه ودانه او سمسوره کړي او د خپلي ښېګڼي او نېکمرغۍ اسباب پکښي برابر کړي او هر ولس په خپل ، خپل هیواد کي سرلوړی او آزاد واوسي او د عزت او سر لوړۍ هر څه ولري.

نو هیڅوک دا حق نه لري چي له چا څخه د ژوند کولو او آزاد ، خپلواک او هوسا اوسېدلو حق واخلي.

اوس نو ښکېلاک له موږ څخه څه غواړي؟ هغه غواړي چي زموږ دغه هیلي او غوښتني تر سره نه سي. د دوی په لارښوونو او د دوی پر لار ولاړ سو. خپل شته تر دوی جار کړو. خپل واک او مقدرات د دوی په واک کي ورکړو. خپل تېر عظمت له یاده وباسو او تر خپل فرهنګ تېر سو، د دوی دا خپل کړو ، همت او حیا ونه لرو او ښځي مو داسي سي لکه د دوی دا.

دادي زموږ او د دوی موخي. د دې لپاره دوی او موږ دا اوسنۍ شخړي پر لار اچولي دي. دوی ډول ډول اسباب، چلونه، فکرونه، شتمنۍ، جاسوسي ادارې، رسنۍ، د ځينو وګړو له ناپوهي څخه ناوړه ګټه اخيتل او … په کار اچولي، چي زموږ یووالی مات کړي، د خپلواکۍ غوښتني او او آزادۍ خوښوني تومنه مو له ذهنونو وباسي، هیواد او شتمنۍ مو را څخه غصب او لوټ کړي او موږ تر دې لا خوار او اسکېرلي کړي او له مشره نيولې تر کشره مو د ځانونو مریان کړي. خو په خدای لوړم که داسي وکړای سي!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x