افغانستان

حلیم فدائي وايي انور سادات څه بده خبره نه ده کړې

نن ټکی آسیا: درې ورځي وړاندي په کابل کي د انور سادات په نامه د پارلمان غړي په ډک پارلمان کي د تقریر کولو په وخت کي د پښتون قوم او پښتنو توهین وکړ، او ډیري سپکي سپوري یې وویلې، چي له کبله یې پښتون قوم او زیات شمېر افغانان غمجن کړل او سخته غوصه یې را وپارول. او ګڼ شمېر ټولنو او ګوندونو د  لاریون را ایستلو خبرتیا ورکړه.

په همداسي یوه خبرتیا کي چي د افغان یون په نامه ټولني له خوا نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې، ویل شوي وه چي صبا (یک شنبې) په ورځ به د کابل د همزنګ څلور لاري څخه لاریون پيل کیږي، او د انور سادات څرګندوني به په کلکه غندل کیږي، او ویلي وه چي دوی به تر هغو کرار نه کښيني، تر څو یې انور سادات محکمې ته را کش کړی نه وي.

خو له بلي خو پر پښتنو حساب او پښتنو احسان اچونکي د میدان وردګ پخوانی والي حلیم فدائي وائي چي انور سادات هیڅ غلط کار نه دی کړی، پښتانه ډیر احساساتي دي، لومړی باید فکر وکړی او بیا غبرګون وښيي.

نوموړي دا خبري هغه وخت وکړي کله چي په کابل کي میشت یو خبریال د انورسادات د څرګندونو په اړه د هغه غبرګون د معلوملو په خاطر ورسره اړیکه ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x