
د جمعیت او جنبش جګړه کې د تخار ولایتي شورا غړی وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش اسلامي د ګوندونو ولایتي او پارلماني وکیلانو په جګړه کې د تخار ولایتي شورا د غړي په شمول ۴ کسان وژل شوي دي.
د تخار ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې دغه پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د عامې روغتیا رییس حفیظ الله صافي بي بي سي ته ویلي چې د رستاق روغتون ته څلور جسدونه او څلور زخمیان وروړل شوي دي.
هغه ویلي چې د ټپيان حالت نازک دی او له همدې کبله د تالقان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په یاده پېښه کې د تخار ولایتي شورا وکیل عین الدین رستاقي وژل شوی دی چې د جمعیت اسلامي ګوند له مهمو کسانو څخه ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې نوموړي پخوا د جنبش ملي اسلامي ګوند له قومندان او د ولسي جرګې پخواني غړي پیرام قل ضیايي سره اختلافات درلودل.
که څه هم د تخار ولایت چارواکي د دغې پېښې وروسته د رستاق ولسوالۍ حالت عادي ښي خو د بي بي سي خبریال وايي چې په رستاق کې ورته عیني شاهدانو ویلي چې تقریبا ۳۰۰ وسلهوال کسان اوسمهال د دغې ولسوالۍ په مرکز کې راټول شوي دي او د جګړې احتمال شته دی.
د عیني شاهدانو له قوله د نښتې د پیلیدو او یو وسلهوال د وژل کېدو وروسته، عین الدین رستاقي له خپلو ساتونکو سره د رستاق امنیه قومندانۍ ته ولاړ، هلته وسله والو په نوموړو برید وکړ او رستاقي یې ځای پر ځای و وژلو.
تر دې دمه دا څرګنده نه ده چې دواړو ډلو د کومې مسئلې په سر نښته کړې خو سیمهییز چارواکي وايي چې د پېښې څېړلو لپاره يې هیئت ټاکل دی.
تر دې وړاندې هم د جمعیت او جنبش ګوندونو تر منځ د جګړو خبرونو وخت پر وخت ورکړل شوي دي او په وروستیو کې په بلخ ولایت کې د دوستم او مسعود د عکسونو د څیري کولو پر سر لاریونونو کې هم څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
زما په خیال چه ( جمعیت او جنبش ) د غلامانو جګړه په لویدو او خپریدو ده ، دا هم د الله ج د عذاب نښی دی کشکی دوی پوهیدلی ، کشکی دوی باسواده وی کشکی دوی قران لوستی وی کشکی دوی د بادارانو په ناولتیاوو ملوث شوی نه وی ، دوی خبیثان دی په همغه وسلو یو خبیث بل خبیث مرداروی چه بارنو خبیثانو ورکړی ، الله ج دی د دوی دغه خبل منځی دشمنی او کرکی تر دی لازیاتی کړی چه زمونږ مظلوم اولس یی له شره وزغورل شی .